ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتی، چې د افغان کډوالو وېستلو پر پرېکړې دې بیا غور وکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالی کمېشنرۍ او د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتی، څو د افغان کډوالو د وېستلو په تړاو، پر خپلې پرېکړې یو ځل بیا غور وکړی او د دغې پرېکړې څخه دې لاس په سر شی.
د بښنې نړیوال سازمان، د پاکستان دغه پرېکړه له بشری حقونو سرغړونه بللې او ویلی یې دی، چې د کډوالو وېستل د دوی د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنې پیدا کوی.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالی کمېشنرۍ، په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د پاکستان دغه پرېکړه به بشری ناورین رامنځته کړی.
د دغه سازمان ویاندې راوینا شمدسانی، د افغان کډوالو د وېستلو په تړاو د پاکستان پرېکړه خواشینوونکې بللې او ویلی یې دی، چې دغه پرېکړه ۱٫۴ مېلیونه غیر قانونی افغانان اغېزمن کوی.
هغې زیاته کړې چې څه باندې دوه مېلیونه غیر قانونی افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوی، چې لږ تر لږه ۶۰۰ زره له دغو کډوالو د تېر حکومت له راپرځېدو وروسته افغانستان پرېښی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.