بغلان کې د وزلوبې خزانی سیالۍ پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په بغلان ولایت کې د بدنی روزنې او سپورت آمریت په همغږۍ د وزلوبې فدارسیون له لوری د مرکز او ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ د وزلوبې د منی سیالۍ پیل شوې.
د بغلان د بدنی روزنې او سپورت آمر ویلی، چې د وزلوبې د منی سږنۍ لوبې به دوه ورځې دوام وکړی، چې د دې ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو ۵۰ نه تر ۶۰ چاپ اندازانو په کې برخه اخیستې.
نوموړی زیاته کړې، چې د دې سیالیو موخه د غوره چاپ اندازانو په نښه کول او وزلوبې ته وده ورکول دی.
د بغلان د وزلوبې د فدراسیون مشر سردارخان موسی زوی ویلی، دا لوبه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده او په وینا یې هر افغان باید خپل کلتور وساتی، څو له یوه نسله بل ته انتقال شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.