کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سالنګونو د لوی تونل، ګالریو او برنډو د روښانه کولو په موخه په شمالی سالنګ کې پر بهېدونکو اوبو د برېښنا یوتوربین نصب شو، چې د مسوولینو په وینا د نږدې ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا لری.
د بغلان د والی ویاند وایی، دغه توربین د سالنګونو د ساتنې ریاست له لوری په شمالی سالنګ کې نصب شوی، چې له ۳۰۰ څخه تر ۴۵۰ کیلو واټه د برېښنا د تولید وړتیا لری او له ۱۳سایټو څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې به د دې توربین له برېښنا څخه ګټه پورته شی.
نوموړی زیاته کړې، چې د دې توربین په نصب او تنظیم یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې به هر کال د سالنګونو د روښانه کولو لپاره ۴۰ میلیونه افغانۍ د برېښنا د تولیدی ماشینونو په تېلو او ترمیم لګښت راتللو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ