ننګرهار کې سږ کال د زېتونو حاصلات پنځوس سلنه لوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د کانال ریاست ویلی، چې سږ کال یې د زېتونو حاصلات ۳ سوه ټنو ته لوړ شوی دی.
د دوی په خبره تېر کال دغه حاصلات ۱۶۱ ټنه وو، خو سږ کال یې ۳ سوه ټنو ته ارتقاء کړې ده.
مسوولین وایی، په پام کې ده چې د دغو زیتونو څخه به ۳۰ زره لیټره د زیتونو تېل او ۱۱ ټنه د زیتونو اچار جوړ او بازار ته به یې وړاندې کړی.
د مسوولینو په وینا د کانال ریاست اړوندو چارو کې په رسمی او غیر رسمی ډول ۴ زره ۵ سوه نارینه او ښځینه کار کوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.