کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو په اساس نړیوال بانک د افغانستان په اړه په یوه نوی راپور کې ویلی، چې د روان مالی کال په لومړیو پنځه میاشتو کې د دغه هېواد ملی عواید د تېر کال د همدې مودې پر پرتله ۸ سلنه ډېر شوی دی.
د دغه راپور له مخې، د روان مالی کال په لومړیو پنځو میاشتو کې به د افغانستان ملی عواید ۷۸ میلیارد افغانیو ته ورسیږی.
که څه هم دا د تېر کال همدې مودې په پرتله زیاتوالی ښیی، خو له ټاکلی هدف څخه ۷ میلیارد افغانۍ کم دی.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلی، د افغانستان صادرات هم د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې سلنه ډېر شوی، خو د سکرو د صادراتو د کمښت له کبله میاشتنی صادرات کمیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ