د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال د سټندرډ ملی شورا مشر وټاکل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست‌الوزرا اقتصادی مرستیال د نورو دندو ترڅنګ، د سټنډرډ ملی شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
د ریاست‌الوزرا د اقتصادی معاونیت د مطبوعاتی دفتر د معلوماتو له مخې، د سټنډرډ ملی شورا د ریاست ‌الوزرا مقام د ۲۰۸۳ ګڼې حکم پر اساس، هېواد ته د بې کېفیته توکو او غیر معیاری کالیو د واردېدو او همدارنګه د هېواد دننه د غیر معیاری او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملی ادارې ستراتیژۍ او عمومی پالیسیو تصویب او د هغوی له تطبیق څخه د څارنې، د ملی سټنډرډونو او ودانیزو ملی کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکی مقرراتو د طرحو د تایید په موخه رامنځته شوې ده.
هېره دې نه وی چې د سټنډرډ ملی شورا سکرتریت د سټنډرډ ملی ادارې پر غاړه دی.
دې وروستیو کې د ستنډرډ ملی ادارې د هېواد په کچه د بې کېفیته تېلو او ګازو مخنیوی کې د پام وړ اقدامات ترسره کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.