په ژورنالیزم کې د مسلکیتوب اړتیا

په ژورنالیزم کې د مسلکیتوب اړتیا

لیکوال: نویدالله الکوزی، په ننګرهار کې د خراسان خصوصی پوهنتون د بشری علومو پوهنځی د ژورنالیزم د څانګې استاذ

د څېړنې اړتیا:
په ژورنالیزم کې د مسلکی اصولو د نه رعایت مسأله د دوه علتونو په اساس رامنځ ته کېږی لومړی دا چې د رسنیو کارکوونکی او خبریالان په عمدی ډول د خپلو ځانګړو موخو د لاس ته راوړلو لپاره په پوهېدلی ډول د مسلکی اصولو څخه سرغړونه کوی، او په سیاسی، ټولنیزو او اقتصادی خپرونو کې داسې موضوعات تر مخاطبانو پورې ور رسوی چې د نورو ګټې پکې خوندی شوی وی.
دویم دا چې هر کله چې یو خبریال د کار پر مهال د مسلکی اصولو په اساس کارونه نشی تر سره کولای یو واضح علت یی دا وی چې دغه شخص په خپل مسلک کې مسلکی پوهه نلری او د کار پر مهال که څه هم دا غواړی چې په مسلکی ډول کارونه تر سره کړی او په ژورنالیزم کې کمه مطالعه او پر مسلکی اصولو کې کمه پوهه د دې باعث کېږی چې د کار پر مهال ترې زیاتې تېروتنې تر سره شی چې دا په خپله د خبریالانو غیر مسلکیتوب ښی نو اړتیا دا ده چې لومړی باید خبریالان په مسلکی اصولو پوهه تر لاسه او له هغې وروسته د کار او عمل میدان ته را ودانګی.

کلیدی کلیمې:
مسلکیتوب، ژورنالیزم، رسنۍ او اړتیا.
د څېړنې اهداف او اهمیت:
په هر مسلک کې مسلکیتوب یو له اساسی او مهمو اړتیاوو شمېرل کېږی، دا چې یو شخص په خپل اړوند مسلک کې ځانګړی تخصص ونلری د کار پر مهال نشی کولای خپلې چارې په سم او منظم ډول مخ ته یوسی، په ژورنالیزم کې د نورو مسلکونو په پرتله مسلکیتوب ته ډېره اړتیا ده که یو خبریال د خپل مسلک له مهمو او اساسی اصولو څخه خبر نه وی نشی کولای د دې سپېڅلی مسلک د اړتیاوو مطابق خپلې چارې په سمه بڼه مخ ته یوسی، اوس مهال چې زموږ په هېواد کې څومره رسنۍ فعالیت لری د دوی له منځه یې ډېرې اړتیا لری ترڅو خپلو خبریالانو ته په مسلکی برخورد پوهاوی لپاره بېلابېل روزنیزې برنامی وړاندې کړی تر څو دوی وشی کولای، د دې مسلک د غوښتنو پر اساس مخاطبانو ته د ارزښت وړ مسایل په مسلکی بڼه خپاره کړی، که چېرې د رسنیو ټولې چارې په غیر مسلکی ډول تنظیم شی نو اثر او زیانونه به یې نه دا چې اوس مهال ولس او دولت ته رسېږی، بلکې په راتلونکې کې به د نورو نسلونو په اذهانو هم بدې اغېزې ولری.
په ژورنالیزم کې د نورو ټولو مسلکونو په پرتله د مسلکی او اخلاقی اصولو د رعایت اړتیا زیاته ده، ځکه که چېرې یو ډاکټر غیر مسلکی کړنه تر سره کړی نو یو ناروغ ته به یې زیان ورسېږی، که یو انجینیر مسلکی تېروتنه وکړی نو څو تنو ته به یې زیان ورسېږی خو د یو ژورنالیست مسلکی تېروتنې زیان ټولې ټولنې ته رسېږی د زیان ساحه یې ځکه پراخه ده چې د ژورنالیستانو مخاطبان عام ولسی خلک، دولت او بېلابېل نهادونه دی که چېرې په یادو برخو کې موږ په مسلکی ډول چارې تر سره نه کړو نو دوی ټولو ته به مو ستر زیان اړولی وی
سریزه:
د ژورنالیزم موخې په ټولنه کې مخاطبانو ته د نویو او تازه اطلاعاتو رسول، تعلیم ورکول، تفریح برابرول او فکری رهبری ده د رسنیو مدیران پر دې مکلف دی چې د خپلې رسنۍ د خپرونو په مهالوېش کې یادو ټکو ته پاملرنه وکړی او په پوره مسلکی ډول د یادو موخو د لاسته راوړلو لپاره د بېلابېلو خپرونو په جوړولو سره د ملی ګټو په پامنیوی سره فعالیت وکړی.
دا چې اوس مهال زموږ رسنیو د پخوا په پرتله په کمی او کیفی لحاظ پرمختګ کړی او لا هم دا برخه د غوړیدو په حال کې ده د رسنیو کارکوونکو ته په کار دی چې هر هغه څه چې دوی یې د خپلی رسنۍ څخه خپروی کاملا مسلکی وی، دا چې لا هم زمونږ په رسنیو کې د مسلکی خبریالانو تر څنګ یو زیات شمېر اماتور خبریالان په دندو بوخت دی او له بېلابېلو رسنیو سره د خبریالانو او د ټولنیزو، سیاسی، اقتصادی خپرونو د چلوونکو په حیث دنده ترسره کوی، ځکه نو اړتیا دا ده چې یاد اشخاص د خپلو رسنیزو فعالیتونو پر مهال کاملاً مسلکی چلند وکړی، د پېښو د غبرګولو پر مهال د ژورنالیزم ټول ټاکل شوی اصول مراعات او عملی کړی خو له بده مرغه پر اماتورو خبریالانو سربیره ځینې مسلکی خبریالان هم د کار او عمل په ساحه کې نشی کولای مسلکی چلند وکړی او خپل ټول ژورنالیستیک فعالیتونه د دې مسلک د اصولو په اساس مخ ته یوسی د دې کار څو علتونه دی چې ولې خبریالان نشی کولای د کار پر مهال ټاکل شوی اصول مراعات کړی چې موږ دلته پرې بحث کوو.
ولی د رسنیو په بېلابېلو خپرونو کې مسلکی اصول نه مراعات کېږی.
۱. په افغانستان کې د نوې مؤقتې ادارې په منځ ته راتګ سره رسنۍ د کمیت په لحاظ زیاتې شوې، په هغه وخت کې په ټول هېواد کې د ګوتو په شمېر مسلکی ژورنالیستانو شتون درلود چې نه یې شوای کولای له ټولو رسنیو سره همهاله او په یو وخت کې کار وکړی، له همدې امله بېلابېلو غیر مسلکی اشخاصو چې ژورنالیزم یې په مسلکی بڼه نه و لوستی د بېلابېلو رسنیو سره په کار پیل وکړ. یادو کسانو چې د ژورنالیزم له تیوریکی اصولو نه خبر نه وو او په اړه یې هېڅ معلومات نه درلودل، د خپل ذوق او خوښې په اساس یې چې څه غوښتل د چاپی او الکټرونیکی رسنیو له لارې تر مخاطبانو پورې رسول، دې چارې نه دا چې خپله شخص ته یې زیان ورسوه، بلکې په اوږده مهال کې یې هم د رسنیو باور زیانمن کړ او هم یې د خلکو عامه افکار په ناسم لورې رهبری کړل.
۲. د رسنیو کارکوونکی د ژورنالیزم د تیوریکی اصولو څخه خبر ندی او په اړه یې معلومات نلری، د ډېرو رسنیو خبریالان دې مسلک ته د خپلې علاقې او ذوق پر اساس راغلی مسلکی زده کړې یې ندی کړی دا چې یو شخص د یو مسلک د اصولو، مفاهیمو او اړتیاوو په اړه ونه پوهېږی نو څنګه به په دې وتوانیږی چې د کار پر مهال یی مراعات کړی.
۳. درېیمه ستونزه بیا دا ده چې خبریالان د زوراکو تر تأثیر لاندې راځی او په بشپړه شعوری بڼه د دې مسلک د غوښتنو پر اساس خپل رسنیز فعالیتونو ته ناسم لوری ورکوی، دوی د زورواکوو په خدمت کې وی، څه چې هغوی وایی دوی یې تر خلکو رسوی، په ژورنالیزم کې بیا دا چاره پر دې مسلک د خلکو باور کمزوری کوی، ملی ګټی پکې د فردی ګټو قربانی کېږی او رسنۍ پکې خپل شخصیت تر سوال لاندې راولی.
۴. د مسلکیتوب د نه مراعات بله ستونزه د رسنیو د خپلواکۍ نه درلودل دی، دا چې هره رسنۍ د خپلو لګښتونو زیاته برخه د همدې رسنۍ له لارې برابروی خو داسې رسنۍ هم شته چې په پټه یې لګښتونه د نورو هېوادونو، سیاسی ډلو او اشخاصو له لورې ورکول کېږی دا چاره د رسنیو آزادی تر سوال لاندې راولی، رسنۍ د یوې ډلی د پالیسی د خپرولو او د هغوی په ګټه تبلیغ ته مجبوروی، خبریالان یې سانسور کېږی او نشی کولای ټول مطالب؛ لکه څنګه چې د ژورنالیزم د مسلک غوښتنه ده خپاره کړی.
د بیلګې په توګه د ژورنالیزم د څلورګونو موخو څخه یوه موخه مخاطبانو ته د تفریح برابرول دی، دا چې دا تفریح د رسنیو لخوا باید د کومو مسلکی خپرونو په جوړلو او خپرولو تر لاسه شی هغه څه دی چې خبریالان یې په اړه باید مسلکی پوهه ولری او د کار پر مهال یې باید رعایت کړی.
که موږ په کار پوره او مسلکی خبریالان ولرو نو مخاطبانو ته به د لحظې، اوچرک او طنزونو په چوکاټ کې داسې خپرونې برابرې کړی چې هم ورسره ټولنه اصلاح شی او هم د مخاطبانو لپاره د سرګرمۍ باعث وګرځی خو که چېرې په رسنیو کې د دې برخې مسؤول اشخاص طنز او اوچرک ونه پېژنی نو څنګه به وشی کولای په دې ژانرونو کې خپرونې برابرې کړی.
اوس مهال ډېرې رسنۍ مخاطبانو د تفریح برخه کې د بې محتوا او بې خونده مبتذلو سندرو په خپرولو او د هغو مبتذلو سریالونو په خپرولو پوره کوی چې اکثرا د یوې کورنۍ ټول غړی(ښځې او نر) په یوه ځای هغه نشی کتلای، چې دا بیا په اوږده مهال کې زموږ کلتور او فرهنګ باندې هم سیوری غوړوی.
د ژورنالیزم د مسلکی اصولو د نه مراعاتولو یوه بله ستونزه د کار پر مهال د خبریالانو او ژورنالیستانو خپلو کارونو ته نه پامنیوی دی، داسې ډېر خبریالان شته چې په ژورنالیزم کې یې مسلکی زده کړې کړې، ولې د کار پر مهال هماغه لارښوونې د نه پامنیوی له امله نشی مراعاتولی. دغه ډله کسان پر خپلو کارونو تمرکز نلری که چېرې دوی د رسنیزو فعالیتونو پر مهال خپل ذهنی تمرکز ته پام وکړی او هر عمل د ژورنالیزم د تیوریکی اصولو پر اساس وتلی او بیا یې تر سره کړی د وخت په تېرېدو به یو ښه ژورنالیست شی، خو که چېرې دا ستونزه حل نکړی نو هېڅکله به هم د ژورنالیزم د اصولو او د مسلکی غوښتنو پر اساس کار ونشی کړای، په تېره تازه کارو خبریالانو ته دا توصیه کېږی چې دا لارښوونی عملی کړی.
پایله:
رسنۍ په ډېموکراتیکو هېوادونو کې څلورمه قوه بلل کېږی، خو دا قوه هغه مهال مؤثره تمامیږی چې په بشپړه توګه د هغه هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې مسلکی آزادی ولری، د افغانستان د اساسی قانون په ۳۴ ماده کې راځی: “د بیان آزادی د تېری څخه خوندی ده، هر افغان حق لری چې خپل فکر د وینا لیکنې انځور او یا نورو وسیلو له لارې په دې اساسی قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت څرګند کړی، هر افغان حق لری د قانون له حکمونو سره سم، مطالب بې له دې چې هغه مخکې له مخکې دولتی مقاماتو ته وښیی خپاره او نشر کړی.”
دا چې د هېواد اساسی قانون د رسنیو او بیان له آزادی څخه پوره ملاتړ کوی خو د رسنیو خود سانسوری، په رسنیو کې د غیر مسلکی اشخاصو ګمارل، په خپل مسلک کې کمه پوهه، د مطالبو په خپرولو کې د ځانګړو ډلو او نورو هېوادونو پالیسی او ګټې رعایت کول، د مسلکی پروګروامونو کمښت، د خبریالانو غیر مسلکی چلند، د ژورنالیزم د نړیوالو او اساسی اصولو څخه ناخبری، په شعوری ډول د بې طرفۍ او مسلکی اصولو نه رعایت هغه څه دی چې د ډېری رسنیو محتوا یې خرابه کړې، د نوښتونو مخه یې ډپ کړې او ورځ تر بلې د رسنیو د خپرونو کیفیت مخ په خرابیدو دی.
وړاندیزونه:
• په افغانستان کې د رسنیو مدیرانو ته سپارښتنه کېږی چې د خبریالانو په ګمارنه کې د هغوی مسلکی اړخ ته ډېر زیات پام وکړی، هر وخت چې زموږ ټیم مسلکی وی زموږ ټولې خپرونې او چارې به په مسلکی ډول مخ ته ولاړې شی.
• ډېر کله د کار پر مهال خبریالان له دې سره سره چې ژورنالیزم یې په مسلکی ډول لوستی وی، بیا هم د کار پر مهال مسلکی اصول نشی مراعاتولی د دوی لپاره باید په بېلابېلو موضوعاتو روزنیز ورکشاپونه او ټریننګونه دایر شی تر څو خپلو تېروتنو ته متوجه او په راتلونکې کې یې تکرار نکړی.
• په افغانستان کې د مسلکی ژورنالیستانو د روزنې اصلی ادرس پوهنتونونه دی چې په مسلکی ډول د څلورو کلونو په جریان کې ژورنالیستان روزی، دا چې اوس مهال بېلابېلې ادارې د شپږ میاشتنیو پروګرامونو په چوکاټ کې یوازې د ژورنالیستانو په نوم اشخاص فارغوی که چېرې مخه یې ونه نیول شی نو هر کال به په سلګونه غیر مسلکی کسان د ژورنالیست په نوم ټولنې ته وړاندې کېږی او په دې برخه کې به شته ستونزې لا زیاتې شی.
• ژورنالیستان باید د خپلو مسلکی وړتیاوو د لوړولو لپاره تل هڅه وکړی، یو خبریال باید تل هڅه وکړی په یوه ځانګړې برخه کې خپله مسلکی وړتیا وروزی او کار پکې وکړی که په یو وخت کې هم د سیاسی خپرونو چلوونکی وی، هم ټولنیزې، او کله کله ورزشی خپرونې هم ترسره کوی نو ښایی ټولې برخې ترې خرابی شی او هېڅ یوه هم په سمه توګه مخ ته یو نوړای شی.
مأخذونه:
۱- د افغانستان اساسی قانون، رسمی جریده،ګڼه ۸۱۸، ۱۳۸۲ل ل. لومړی چاپ، د عدلیې وزارت.
۲ – اهنګ، محمد کاظم، حبیب الله رفیع، په افغانستان کې د ژورنالیزم بهیر،۱۳۹۴ ل ل، دوهم چاپ، مومند خپرندویه ټولنه، جلال آباد.
۳- الکوزی، نویدالله، د ژورنالیزم اخلاق(تدریسی چپټرنوټ)، ۱۳۹۹ ل ل، ژورنالیزم، پوهنتون خراسان، ننګرهار.
۴ – ذهین محمد خان، پر رسنیو د نا مسلکیتوب اغېز، ۱۳۹۸ل ل، لومړی چاپ، د افغاننستان ملی تحریک،کابل.
۵- سایل، عبدالرقیب، ژورنالیستی بحثونه، ۱۳۹۸ل ل، لومړی چاپ، سروش کتاب پلورنځی،کابل.
۶- وفا، هدایت الله،ګونه های تحلیلی مطبوعات، ۱۳۸۷ ل ل، لومړی چاپ، انتشارات سیرت،کابل.
۷- یعقوبی، یحیی، ژورنالیزم یا خبریالی، ۱۳۸۹، لومړی چاپ، دانش خپرندویه ټولنه،کابل.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.