پکتیکا کې کشفی ارګانونو پاکستان ته قاچاق شوې مجسمه بېرته ترلاسه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلی، د امنیې قوماندانۍ اړوند د تروریزم آمریت اړوند مسوولینو هغه مجسمه ترلاسه کړې، چې ګاونډی هېواد پاکستان ته قاچاق شوې وه.
یاده مجسمه وړممۍ ولسوالۍ کې یوه تن تر خاورو لاندې موندلې او ګاونډی هېواد پاکستان ته قاچاق کړې وه،
چې له کشفی معلوماتو وروسته بیا ځل افغانستان ته پرې راوړل شوې او ترلاسه شوې ده.
د یادی مجسمې موندونکی په اعتراف کې زیاتوی، چې دغه مجسمه یې په ۷ نیم لکه پاکستانۍ کلدارو باندې پلورلې وه، چې اوس یې امنیتی مسوولینو ته سپارلې ده.
د اطلاعاتو له مخې دغه ترلاسه شوې مجسمه د بودا له دورې سره تړاو لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.