کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په پاکستان کې د افغان ماشومانو لپاره یو شمېر ښوونځی پرون په داسې حال کې وتړل شول چې کورنۍ یې له پاکستان څخه د شړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
اسلام آباد د هغو ۱.۷ میلیون افغانانو د نیولو عملیات پیل کړی، چې وایی په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوی.
پاکستان دغو افغانانو ته خبرداری ورکړی که د نن ورځې تر پایه په خپله خوښه له دغه هېواد څخه ونه وځی، نو په زور به وشړل شی.
یو سرښوونکی د خپل نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبری اژانس ته ویلی، په اسلام آباد او ورڅېرمه ښار راولپنډۍ کې پنځه ښوونځی پرون وتړل شول.
ښوونکو ویلی، چې د ښوونځیو له تړل کېدو وړاندې د پولیسو له وېرې، چې بې اسنادو او همدارنګه د کډوالۍ قانونی سند لرونکی افغانان نیسی، زده کونکی ویرېدلی و.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ