د عامه اړیکو او ژورنالیزم ترمنځ توپیر
ژباړه او زیاتونه: نذیر منیب
د ژورنالېزم او عامه اړیکو تر منځ په توپیر د پوهېدو لپاره لاندې سناریو (خاکې) ته ځیر شئ.
داسې وګڼئ؛ هغه پوهنتون چې تاسو پکې زده کړې کوئ، اعلان کوي چې له دې وروسته د فیس کچه لوړوي (ډېری پوهنتونونه په دولتي بودیجه کې د کمښت له امله بالآخره د یو څه په کولو لاس پورې کوي). د عامه اړیکو له دفتر څخه د فیس د زیاتوالي په تړاو یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوې. تاسو څه فکر کوئ په خپره شوې اعلامیه کې به څه ویل شوي وي؟
ښه، که تاسو په رښتیا هم له پوهنتون او زده کړې سره مینه ولرئ نو شونې ده چې اعلامیه کې به پر دې ډېر ټینګار شوی وي چې په فیس کې دا زیاتوالی اوس هم ډېر لږ دی او ښوونه په دې بیه لا هم ارزانه ده. ښايي په دې هکله هم پکې څه ویل شوې وي چې په مالي بودیجه کې د پرلپسې کسر سره د مخ کېدو له امله په فیس کې زیاتوالی ولې اړین بلل شوی دی.
په دې اعلامیې کې به آن د پوهنتون د رئیس یو یا دوه نقل قولونه هم راوړل شوي وي، پکې ویل شوي به وي چې، هغه پر زده کوونکو د فیس د لوړوالي له امله څومره خواشینی دی، دا به هم پکې راغلي وي چې د پوهنتون رئیس د امکان تر بریده د عدل پر ځای کولو هڅه کړې ده.
دا خو بېخي سمه ده خو ستا انګېرنه څه ده، چې د پوهنتون په خپره شوې خبرپاڼه کې به د چا نظر نه وي شامل او څوک به نه وي پوښتل شوي؟ ښکاره خبره ده چې دا به زده کوونکي وي یعنې هغه څوک چې تر ټولو ډېر د فیس له زیاتوالي اغېزمن کېږي، څه فکر کوئ دا خلک اصلاً د ویلو لپاره څه نه لري؟
ولې زده کوونکي نه پوښتل کېږي؟
ځکه چې شونې ده زده کوونکي د دوی خلاف بیان ورکړي او ووايي، چې د فیس لوړول یوه وحشتانکه او غیر عادلانه پرېکړه ده، دا به د دوی لپاره ډېره ستونزمنه وي چې هلته زده کړو ته دوام ورکړي او وايي به چې په دې شرایطو کې اداره د فیس د لوړولو هېڅ حق نه لري.
خبریالان څنګه یوې کیسې (سوژې) ته ورسېږي؟
که تاسو د زده کوونکي ورځپاڼې خبریال و اوسئ او د فیس د لوړوالي په هکله د مقالې پر لیکلو وګومارل شئ نو تاسو به د خپلې مقالې یا راپور لپاره له چا سره مرکه کوئ؟ ښکاره خبره ده، چې تاسو به د پوهنتون له رئیس او نورو اړوند کسانو له ډلې څخه له یو چا سره خبرې کوئ.
تاسو باید له زده کوونکو سره هم خبرې وکړئ! ځکه چې ستاسو راپور لیکل د هغو خلکو سره له مرکې کولو پرته نیمګړې دي کوم چې له تر سره شوي عمل څخه خورا اغېزمن شوي دي. یوازې د فیس په زیاتوالي کې نه؛ بلکې په فابریکه کې د رخصتي نه ورکولو په هکله یا هم د یو بل چا په اړه چې کله هم د لویو بنسټونو له خوا زیانمن شوی وي او یا داسې نور… د همدې اصل په پام کې نیولو ته د راپور یا ګزارش د دواړو اړخونو تر لاسه کول وايي.
همدا د ژورنالېزم او عامه اړیکو تر منځ لوی توپیر دی. د عامه اړیکو له خوا خپره شوې اعلامیه داسې اوډول شوې وي، چې د یوې ادارې لخوا تر سره شوي هر عمل ته له بریده وتلی مثبت رنګ ورکوي؛ لکه: پوهنتون، شرکت یا هم نورې دولتي ادارې. په دې اعلامیه کې یاده اداره د امکان تر بریده په زړه پورې او حیرانوونکې ښودل شوې وي؛ تر دې چې که په وړاندې یې ګام اوچت شي نو داسې وښیي چې یوازې په فیس کې لږ زیاتوالی راغلی نور هېڅ نه.
ولې خبریالان مهم دي؟
ژورنالېزم د بنسټونو، ادارو یا اشخاصو د ښه یا بد ننداره کولو لپاره نه دی، بلکې ژورنالیزم په رښتیوني او حقیقي بڼه د هغوی د ښو او بدو د وړاندې کولو او څرګندولو لپاره دی. سر بېره پر دې که د پوهنتون اداره ښه کارونه وکړي، د بېلګې په ډول، د دغې محلې خلکو ته په وړیا توګه د زده کړې خدمات وړاندې کړي نو ستاسو رسنۍ باید حتماً دې ته انعکاس ورکړي.
د ژورنالېستانو لپاره دا ډېره اړینه ده، چې له واکدارانو او چارواکو څخه د هغوی د مسؤولیت او دندې په اړه پوښتنې ګرویږنې وکړي؛ ځکه چې همدا زمونږ د ماموریت اصلي برخه ده: د واکدارانو په ورځنیو کړنو څار، پر تبلیغاتي اعلاناتو د څارونکو په توګه دنده تر سره کوو او ډاډ تر لاسه کوو چې هغوی له خپل صلاحیت او ځواک څخه ناوړه ګټه نه اخلي.
له بده مرغه، په دې وروستیو کلونو کې عامه اړیکې خورا ځواکمنې او بېخي عادي شوې دي، تر دې چې له هېواده بهر په نړیواله کچه او دننه په ټول هېواد کې خبرخونو د سلګونو خبریالانو دندې ځنډولې یا هم لغوه کړي دي.
سر بېره پر دې د عامه اړیکو ګڼ شمېر لاملونه او اجنټان شته (خبریالان دوی د نرمښت منونکو په نوم یادوي) چې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره هره کړنه له مثبتې زاویې را اخلي او مثبت بدلون ته وده ورکوي، خو د دوی د ننګولو لپاره د ګوتو په شمېر خبریالان پیدا کېږي.
له همدې امله د تېر په نسبت ډېره اړتیا لیدل کېږي چې دوی خپله دنده په ښه ډول تر سره کړي او رښتیا خبره هم همدا ده چې مونږ خبریالان د رښتیا او حقیقتونو راسپړلو لپاره یو او په همدې موخه دنده تر سره کوو.