کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سالنګ لویې لارې ۸۱ کیلومتره سړک، چې موده وړاندې یې رغونه پیل شوې، د مسوولینو په وینا رغونه یې په اساسی بڼه په چټکۍ سره روانه ده.
تېره ورځ د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال هم د دغې لویې لارې د بیارغونو له چارو لیدنه کړې.
اقتصادی معاونیت پر خپلئ ټویټر پاڼې لیکلی، چې نوموړی د دغه سفر پرمهال د یادې لویې لارې د بیارغولو قرادادی شرکتونو له مسوولینو سره لیدلی او هغوی ته یې د پاتې چارو د چټکتیا او غوره کېفیت تضمینولو سپارښتنې کړی دی.
د خبر له مخې د دې پروژې د جوړولو مدیریتی چارې د ملی سوداګر ضیاءالحق وزیرزی پر غاړه دی، چې د وزیرزی ګلوبل ګروپ شرکت لخوا جوړیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ