کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، پرون له ایران او پاکستان څخه ۷ زره او ۱۴۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوی دی.
یاد وزارت لیکلی، چې د دغو کډوالو له ډلې څه باندې ۳ زره او ۵۰۰ یې په زور له پاکستان وېستل شوی، چې د سپین بولدک له لارې هېواد ته رارسېدلی دی.
د وزارت په خبره، له ایران څخه راستانه شویو کډوالو کې جبری او په خپله خوښه راستانه شوی شامل دی، چې د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوی دی.
په کډوالو کې اړمن کسان بیا د مرستو ترلاسه کولو لپاره اړوندو نړیوالو بنسټونو ته ورپېژندل شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ