کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د فاریاب ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلی، چې په یاد ولایت کې د مڼو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر ویلی، چې په یاد ولایت کې د مڼو حاصلات د تېرکال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوی دی.
د نوموړی په خبره د مڼو د حاصلاتو د زیاتېدو لامل د کروندګرو ستونزو ته پاملرنه او هغوی ته د کرنیزو درملو وېش بلل شوی دی.
بل لور د یاد ولایت یو شمېر بڼوالانو او د دې محصول پلورونکی د مڼو له حاصلاتو څخه خوښ دی او له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوی، چې د دوی د محصولاتو د ودې لپاره د مناسبو کورنیو او بهرنیو بازارونو، د اوبو بندونو او د سړو خونو جوړولو ته زیاته پاملرنه وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ