کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلی، چې له کندهار څخه په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۰زره ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده. مسوولین زیاتوی، چې د ۹۵ میلیونه ډالره په ارزښت دغه وچه مېوه پاکستان، هندوستان، امریکا، نیپال، کاناډا، متحده عربی امارات، اوزبکستان ترکیې او چین ته صادره شوې ده.
د وچې مېوې په دغه صادراتو کې کشمش، ابجوشی، بادام، انځر، شکرپاره، پسته او ځینې نورې مېوې شاملې دی.
هېواد کې وچه مېوه تر ډېره په کندهار، زابل، اوروزګان او دایکندی ولایتونو کې تولیدیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ