کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا اداری مرستیال په مشرۍ بین الوزارتی کمېسیون چې راستنېدونکو کډوالو لپاره په ۱۲ کمېټو کې فعالیت کوی، د پاکستانی حکومت له لوری په جبر او زور د وېستل شویو افغان کډوالو لپاره دوو کمپونو کې د تنظیم هڅې پیل کړی دی.
د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وایی، دغو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د دولت په کچه عالی کمېسیون جوړ شوی، چې د هېواد ټولو بندرونو کې به راستنېدونکو کډوالو ته ځانګړې خدمات او سهولتونه برابر کړی.
د کډوالو چارو د سرپرست وزیر په وینا دغو خدماتی کمپونو کې به تر ۵ زرو پورې کسان په یو وخت د اوسېدو، خوراک – څښاک او نورو ټولو سهولتونو څخه برخمن وی.
د دوی په خبره، راستنېدونکو کډوالو ته دوه میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او تر اوسه د یو نیم لکو په شاوخوا کې ستنېدونکی افغانان یوازې د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ