د بیان د آزادۍ اړتیا
عبدالقیوم ساپی، په ننګرهار کې د خراسان خصوصی پوهنتون د ژورنالیزم استاذ
سریزه:
د بیان آزادی د ټولو انسانی آزادیو بنسټ بلل کېږی. ددې آزادۍ په مټ یو شمېر نورې آزادۍ خوندی کېږی چې په پایله کې یی په ټولنه کې د یو شمېر بې عدالتیو مخه نیول کېږی.
په اوسنی پېر کې تر بل هر وخت د بیان د آزادۍ اړتیا محسوسه ده، په ډېموکراتیکو نظامونو کې د بیان آزادۍ ته ژمنتیا یو اصل ګڼل کېږی.
د فرانسې د ۱۷۸۹ میلادی کال د بشر حقونو او ښاریانو د اعلامیې په ۱۶ ماده کې راځی چې: “په هره ټولنه کې چې د افرادو حقونه نه وی تضمین شوی، هغه ټولنه هېڅ اساسی قانون نه لری.”
اطلاعاتو ته د لاسرسی او د بیان د آزادۍ حقونه په اوسنیو ټولنو کې اړتیا ده او دې اړتیا ته په کتو باید د ټولنې وګړیو ته ددې حقونو په مهیا کولو کې د وخت نظامونه هڅې وکړی.
په افغانستان کې د طالبانو تر دورې وروسته په پراخه کچه بېلابېلې غږیزې، انځوریزې او په کرښه رسنۍ رامنځته شوې، دولت چې کله د خپلو لاسته راوړنو یادونه کوی نو د بیان آزادی او د رسنیو په برخه کې پرمختګ یی په سر کې وی.
د بیان آزادی اصلاً یوه وسیله ده چې په دې سره د حق خاوند خپل غږ د واکمن ترغوږونو پوری رسوی، د دغه تعریف پر بنا د بیان آزادی د هر انسان یو مشروع او روا حق بلل کېږی.
د بیان آزادی او د نظر آزادی؛ د بشری حقونو په نړیوال قانون کې په رسمیت پېژندل شوی بشری حقونه دی.
د څېړنې اهمیت:
د بیان آزادی چې د نورو ټولو آزادیو بنسټ ګڼل کېږی تر بل هر وخت یی اړتیا جوته ده، همدې اړتیا ته په کتو لازمه ده چې د ټولنې وګړیو ته د نظر د اظهار حق په ورکړه کې دولتونه د یوې ځانګړې تګلارې له مخې خپلې هڅې ونه سپموی.
که د بیان د آزادۍ پر وړاندې کوم خنډونه وی، په ګوته کول به یی مرسته وکړی چې دولتونه ورته متوجې او د له منځه وړلو په برخه کې یی رغنده اقدامات تر سره کړی.
که دا ومنو چې رسنۍ تر بل هر ارګان زیات د بیان له آزادۍ ګټه پورته کوی، نو لازمه ده چې په دې برخه کې نویو او تازه کارو ژورنالیستانو ته د بیان د آزادۍ اصلی څېره وښودل شی، تر څو په عملی مسلکی ډګر کې د ستونزو ښکار نه شی.
که څه هم زموږ په قوانینو کې د بیان د آزادۍ د خوندیتوب وړاندوینه شوې خو لا هم افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د بیان د آزادۍ پر وړاندې پکې بې شمېره خنډونه لیدل کېږی، ددې خنډونو له منځه وړل ایجابوی چې په یاده موضوع څېړنې تر سره شی.
د بیان آزادی:
د بیان آزادی د انسان له طبیعی حقونو او د نورو آزادیو مور یا بنسټ بلل کېږی. که چېرې په یوه ټولنه کې د بیان آزادی نه وی نو ښکاره ده چې د انسانی ټولنې آزادی هلته سلب شوې او په ټولو برخو کې یې محدودیتونه رامنځ ته شوی.
د انسان د فکر، عقیدې او نظریې آزادۍ ته د بیان آزادی وایی او دغه آزادی تر هغه وخته پورې خپلواکه ده چې د هېواد ملی امنیت، خصوصی حریم او ملی ګټې ونه ګواښوی: آزادی په درېیو عمومی برخو وېشلې ده.
الف: اساسی آزادی (د ژوند کولو آزادی، د تګ راتګ آزادی، خصوصی حریم آزادی او داسې نور….).
ب: فکری آزادی (د بیان آزادی، د عقېدې آزادی، د رسنیو آزادی، د مذاهبو آزادی او داسې نور….).
ج: اقتصادی آزادی (د کار آزادی، د پانګې اچونې آزادی، د اعتصاب آزادی او داسې نور….).
د بیان آزادی چې د فکری آزادۍ په ډله کې راځی له کلونو راهیسې یې خپل ارزښت ساتلی دی او په ټولنه کې یې اغېزمن رول لوبولی دی.
د بیان آزادی د اسلام د مقدس دین په رامنځ ته کېدو سره پیدا شوې، د اسلام له پېل راهیسې هر مسلمان دا حق درلود چې خپله هره ستونزه په آزادانه توګه خلیفه او یا د خپلې سیمې مشر ته ووایی او هېچا دا حق نه درلود چې د یو کس د خبرې، نظر او فکر د اظهار مخنیوی وکړی. خو یو شمېر پوهان بیا د بیان آزادی د اتلسمې پېړۍ زېږنده بولی او وایی چې تر دې وړاندې په لیکلې بڼه په هېڅ قانون یا نسخه کې د بیان آزادۍ د کلمې یادونه نه ده شوې.
د بیان آزادی د افغانستان په قوانینو کې:
د افغانستان د اساسی قانون (۲۴)ماده د بیان آزادۍ ته ځانګړې شوې، او په کې لیکل شوی “د بیان آزادی له تېری څخه خوندی ده، هر څوک حق لری چې خپل فکر د وینا، انځور او یا نورو وسیلو له لارې، په دې اساسی قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت څرګند کړی، هر افغان حق لری چې د قانون له حکمونو سره سم مطالب، بې له دې چې هغه مخکې له مخکې دولتی مقامونو ته وښایی خپاره او نشر کړی. د مطبعو، راډیو او ټلوېزیون د مطبوعاتو د خپرولو او د جمعی ارتباط په نورو وسایلو پورې مربوط حکمونه د قانون له لارې تنظیمېږی.”
همدارنګه د اساسی قانون په (۱۶) ماده کې راغلی:” په هېواد کې د مطبوعاتو، راډیو او ټلوېزیون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو آزادې دی”.
دغه راز د افغانستان د رسنیو قانون په څلورمه ماده کې د بیان د آزادۍ په اړه داسې لیکل شوی: “هر څوک د فکر او بیان د آزادۍ حق لری”.
د بیان د آزادۍ عناصر:
د بیان آزادی چې د هر انسان طبیعی حق دی د ټولنې د پرمختګ لپاره مهم اصل ګڼل کېږی. دغه آزادی نه یوازې په سیاسی ډګر کې اغېزمنې پایلې درلودلې دی، بلکې په کلتوری، اقتصادی، علمی، ادبی او نورو برخو کې یې ډېر پرمختګ کړی دی. د بیان آزادی دوه مهم عناصر لری:
الف) د فکر او عقیدې آزادی: په تېرو برخو کې یادونه وشوه چې د بیان آزادی د ټولو آزادیو اصل او بنسټ دی او دغه آزادی د فکر او عقیدې زېږنده ده. هر هغه څه چې انسان یې په ټولنه کې وینی او په اړه یې تبصره، تحلیل او یا نیوکه کوی د فکر او عقیدې آزادی بلل کېږی.
ب) د اطلاعاتو آزادی: که خپلواکې رسنۍ اطلاعاتو او معلوماتو ته په آزادانه ډول لاسرسی و نه لری او په دې برخه کې له خنډونو سره مخ شی د بیان آزادی سلبېږی او رسنۍ په رښتینی ډول خپله دنده پر مخ نه شی بیولی. د اطلاعاتو آزادی بیا په دوه ډوله ده.
۱-د اطلاعاتو د لاسته راوړنې آزادی:په دې برخه کې رسنۍ ته حق ورکول کېږی چې په آزادانه ډول اطلاعات او معلومات تر لاسه کړی، که یوه رسنۍ د یوې پېښې او یا موضوع په اړه هر ډول معلوماتو ته اړتیا ولری دولتی ارګانونه اړ دی چې معلومات ورسره شریک کړی خو پرته له هغو مواردو چې په قانون کې یې یادونه شوې وی.
۲- د اطلاعاتو د خپرېدو آزادی: د رسنیو له خوا تر لاسه شوی معلومات باید له خپرېدو مخکې د دولت له خوا سانسور نه شی. رسنۍ د قانون له مخې د اطلاعاتو په خپرېدو کې د بشپړې آزادۍ درلودونکی دی او که خپرېدونکی مطالب یې د حکومتونو له خوا وکتل شی آزادی له منځه ځی.
د بیان د آزادۍ اړتیا:
وړاندې له دې چې د بیان د آزادۍ پر اړتیا بحث وکړو لازمه ده لومړی په ټولنه کې د رسنیو نقش وپېژنو.
په ټولیزه توګه په ټولنه کې رسنۍ درې لوی نقشونه لری:
– منفی نقش
– مثبت نقش
– منفعل نقش
رسنۍ همدې نقشونو ته په کتو په ټولنه کې د تیت او پرک قومونو تر منځ د یوالی او اتحاد په برخه کې فعاله ونډه لری، همدا راز د آزادو رسنیو لویه ځانګړنه د ټولنیز شعور رامنځته کول دی.
رسنۍ په ټولنه کې د نظارت، اطلاع ورکونې، تعلیم ورکونې، رهبری کونې دندې په غاړه لری چې دا ټول یې د بیان له آزادۍ پرته ممکن نه دی.
که څه هم چې د بیان د آزادۍ په هکله نړیوال تضمینونه یوازې په څو کرښو کې په لنډه توګه شتون لری او پدې اړه د اساسی قانون تضمینونه اوږده دی او په خپله همدا حق پېچلی دی. دا د یو شمېر دلیلونو لپاره یوه قضیه ده. د بیان د آزادی حق له هغو شیانو سره اړیکه لری چې په ډېرو کمو حالتونو کې د محدودیتونو اجازه ورکړل شوې ده، ترڅو عامې او شخصی مهمې ګټې خوندی وساتل شی. د بېلګې په توګه له افتراء څخه ځان خوندی ساتل د بیان د آزادۍ د منعې کولو لپاره په نړیواله توګه د یوه قانونی دلیل په توګه پېژندل شوی دی او د اعتبار او شهرت د ساتنې اهمیت ورکړل شوی دی اوکېدای شی د بیان بالقوه زیان د اعتبار او شهرت ساتنې ته ورسېږی.
همدارنګه د بیان آزادی یو مثبت حق دی او دولتونه باید په هغه کې له مداخلې څخه ځان وژغوری خو باید داسې مثبت سیسټمونه ورته رامنځته کړی چې له لارې یې د بیان آزادی په بشپړه توګه وکارول شی. د معلوماتو ترلاسه کولو په هکله د قانون د تصویب د منلو او پلی کولو یوه اړتیا داده چې افرادو ته هغو معلوماتو ته د لاس رسی حق ورکړل شی کوم چې د عامه بنسټونو په واسطه ساتل شوی دی، دا د بیان د آزادۍ د مثبت حق په هکله یوه غوره بېلګه ده.
بالآخره د بیان آزادی د رسنیو د قانون د تصویب په هکله یو مهم مفهوم لری. دا یو منل شوی حقیقت دی چې د رسنیو اړوند قانون ځینې تصویبونه اړین دی ترڅو عامو خلکو ته د معلوماتو آزاد جریان پرمختګ وکړی او همدارنګه ډاډ رامنځته شی چې رسنۍ کولای شی خپل پټ ځواک ته د اړیکو د وسیلې په توګه ادامه ورکړی.
که نن ورځ وګورو هېڅ داسې یوه ټولنه به پیدا نه شی چې هلته رسنۍ او مطبوعات فعالیت نه کوی او دا په دې دلیل چې انسانان یو له بل سره مختلفې اړیکی او روابط لری او د دغو اړیکو او روابطو د فعال ساتلو په برخه کې رسنۍ تر ټولو مهم او اساسی رول لری، ځکه همدا رسنۍ دی چې انسانان یو له بل د کړنو او فعالیتونو څخه خبروی، له بلې خوا که وګورو نن ورځ په نړیواله سطحه دولتونه یو له بل سره هر اړخیزی اړیکی لری او ددې اړیکو په پاللو او ساتلو کې هم رسنۍ رغنده رول لری.
ددې ترڅنګ که په تاریخی لحاظ هم د رسنیو رول ته ځیر شو نو پوهېږو چې رسنۍ د ډېرې پخوا زمانې راهیسی په انسانی ټولنه کې شتون لری او د هغه وخت ستونزو او مشکلاتو په حل او فصل کې مهمه برخه اخیستې، همدا وجه وه چې د هغه وخت استبدادی حکومتونو د رسنیو په فعالیت باندی بندیز وضع کړی ؤ او رسنیو ته یې د آزاد فعالیت اجازه نه ورکوله، دا ځکه چې رسنیو د هغوی د نادرستو سیاستونو په اړه ملت ته معلومات ورکول او عام افراد یې د هغوی د کړنو او فعالیتونو څخه خبرول، چې د رسنیو دا ډول کړنه د هغه وخت د حکومتونو او نظامونو د ګټو سره په ټکر کې وه او په ضمن کې د هغوی د نا مشروع کړنو مخنیوی یې هم کاوه، ددې ترڅنګ که نن ورځ هم د رسنیو اهمیت ته وکتل شی نو دا به څرګنده شی چې رسنۍ په اوسنۍ معاصره ټولنه کې یو حیاتی اهمیت او ارزښت لری او دا په دې دلیل چې په نړۍ کې کوم تحولات او بدلونونه راځی که هغه په سیاسی برخه کې وی، که په اقتصادی، نظامی، فرهنګی، او نورو برخوکې وی د همدې رسنیو په واسطه د ټولنې افراد ترې خبریږی او ټول ورځنی مهم واقعات او پېښی د مطبوعاتو په وسیله په کې منعکس کېږی.
په ټولنه کې د بیان د آزادۍ خنډونه(موانع):
په یو شمېر ټولنو کې د نویو او تازه فعالیتونو په وړاندې د خلکو خنډونه رامنځ ته کېږی چې تر ډېره دغه کار په وروسته پاتې هېوادونو او ټولنو کې ښه وده کړې ده. دغه خنډونه د دې لامل کېږی چې د بیان آزادی له ستونزو سره مخ شی.
الف) جهل او ناپوهی: د ټولنې د وروسته پاتې کېدو یو لامل جهل او ناپوهی ده او دغه عناصر د نورو مسایلو تر څنګ د بیان او رسنیو د آزادۍ پر وړاندې خنډونه جوړوی، ځینی کسان په خپلو خرافاتی افکارو ټینګ درېږی او د نویو او تازه افکارو د خپرېدو مخنیوی کوی چې په پایله کې د بیان آزادی له منځه ځی.
ب) استبداد: د استبداد کلمه یوازې په نظامونو پورې تړلې نه ده، بلکې په کورنیو او ټولنو کې هم استبداد ډېری کسان د بیان د آزادۍ څخه محروموی. د استبداد او جبر له امله په خلکو کې وېره پیدا کېږی او له امله یې هغه کسان چې د بیان او وینا استعداد لری له آزادانه وینا څخه ډډه کوی.
ج) تعصب: د یو شمېر لرې پرتو سیمو او ټولنو اوسېدونکی په بېلابېلو برخو کې د نورو سیمو له وګړو سره تعصب کوی. دغه تعصب په ژبنی، نژادی، سمتی او نورو برخو کې د بیان د آزادۍ پر وړاندې خنډونه جوړوی او د رښتینې وینا د مخنیوی لامل کېږی.
د) د حقیقت پټول: د ځینو ټولنو خلک د ناپوهۍ او یا نورو مسایلو له امله حقایق پټوی. دوی کوښښ کوی چې د خپلې ټولنې ناوړه دودونه، فعالیتونه او نور نظرونه او پرمختګونه پټ کړی د بیان آزادی او د رسنیو آزادی هم له ستونزو سره مخ کېږی او د پرمختګ پر وړاندې یې موانع رامنځ ته کوی.
پایله:
د پایلې په توګه ویلای شو چې په ډېموکراتیکو ټولنو کې د نظر د اظهار لپاره د بیان آزادی یو اړین امر دی چې په پایله کې یی په هېوادونو کې رسنۍ تقویه کېږی او کله چې رسنۍ تقویه شی کولای شی په ټولنه کې خپل سپېڅلی رسالت تر سره کړی.
رسنۍ کولای شی په ټولنه کې د جرمی اعمالو په مخنیوی کې هم مؤثر رول ولوبوی، ځکه د همدې رسنیو له لارې په مسلسله توګه قوانین اعلانیږی چې په پایله کې خلک د همدې قوانینو په اړه پوهاوی تر لاسه کوی او کله چې افراد په دې پوه شی چې دا عمل د قانون پر اساس جرم دی او د اجرا په صورت کې به د ناوړه عکس العمل سره مخامخ شم، نو بیا دا فرد ددې هڅه نه کوی چې جرمی اعمال په ټولنه کې سرته ورسوی او له بلی خوا به خلک د ښو او نېکو اعمالو اجرا ته هم تشویق شی.
وړاندیزونه:
۱: دا چې په اوسنۍ ټولنه کې د بیان د آزادۍ اړتیا جوته ده نو لازمه ده چې ډېموکراتیک نظامونه د خپلو اتباعو لپاره د بیان آزادۍ په مهیا کولو کې لازمه همکاری وکړی.
۲: د بیان د آزادۍ پر وړاندې کوم خنډونه چې مو په دې مقاله کې یاد کړل باید له منځه یوړل شی چې په دې برخه کې خپله رسنۍ هم رول لوبولی شی.
ماخذونه:
۱: احمدی، بابک، مارکس و سیاست مدرن، تهران ۱۳۹۷
۲: اسیرواتم ایدی و میسرا کی.کی، نظریه سیاسی، دهلی نو ۲۰۰۵
۳: جی گنز، هربرت، دموکراسی و خبر، ترجمه ای علی رضا دهقانی، تهران ۱۳۹۲
۴: دکتر انصاری، باقر، حقوق رسانه ها، تهران،۱۳۹۰
۵: رندال،دیوید، روزنامه نگاری حرفه ای، مترجم علی اکبر قاضی زاده، چاپ تهران،۱۳۹۳
۶: گیدنز، انتونی، جامعه شناسی، ترجمه، منوچهر صبوری، تهران ۱۳۷۶
۷: مستقیمی، حسین، نقش آفرینی رسانه ها در جامعه دانایی، تهران۱۳۹۰
گهیځ