کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند ویلی، د دې سازمان بېلابېلې ادارې د افغان کډوالو پر موضوع له پاکستانی چارواکو سره خبرې کوی.
نوموړی ویلی، دوی د افغان کډوالو په زوره وېستلو ته اندېښنه لری او زیاته کړې یې ده، چې په دې کې ښایی هغه کډوال هم شامل وی چې د ډېری ارزونو له مخې بېرته د خپل هېواد تګ ته چمتو نه وی.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ هم د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان له مسوولینو سره کتلی دی.
د یادونې وړ ده چې پاکستان تېره ورځ له دغه هېواده د سلګونو زره بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو او افغانستان ته د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې، چې افغان لوری ورته تورخم کې دوه ستر پنډغالی پرانیستلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ