او کله چې رسنیو ښځه نوره هم بې عزته کړه!

او کله چې رسنیو ښځه نوره هم بې عزته کړه!
یادونه: لاندې لیکنه که څه هم د رسنیز کار یا لیکوالۍ کومه برخه نه را زده کوی او نه کوم علمی بحث دی، خو په ټوله کې د یوه اسلامی هېواد د یوې دردمنې مېرمنې د زړه خواله دی د رسنیو په اړه، هغه ترخه حقایق پکې بیان شوی دی چې نن یې مونږ په خپله نوې را وېښه شوې ټولنه کې هم د سر په سترګو ګورو، په همدې پار مو ددې زړه خوالو ژباړه وپتیله تر څو د لویدیځ فرهنګی یرغل څخه د ځورېدلیو د زړه آواز له نورې دنیا نه هم واورو: اداره
له بهرنیو منابعو څخه
ژباړه او زیاتونه: فوزیه حسن خېله
په یوه داسې هېواد کې چې د خلکو موخه د یوې مسلمانې ټولنې په پښو درول او د شریعت او سنت پلی کول وی، په هغې کې مخ په زیاتېدونکو لویدیځوالو لومړیتوبونو او توکو ته د رسېدو آسانتیا، تر کومه بریده سمه ګڼل کېدای شی؟
ښځه څه ده؟ یقینا چې یو انسان ده، داسې یو انسان، چې ساه هم اخلی، خبرې هم کوی، ګرځی راګرځی هم، د چا مور، د چا خور او د چا لور ده.
ښځې ته الله تعالی ډېر عزت ورکړی دی. کومه ښځه چې مور شی او نېک اولاد وروزی، الله د داسې ښځې تر پښو لاندې د جنت په څېر نایابه ډالۍ ایښې ده.
خو پوښتنه دا راپیدا کېږی، چې آیا هره مور مور وی؟ هره لور لور وی؟ هره ښځه د ښځې درجې ته رسېدلی شی؟ پوښتنه خو حیرانونکې ده، خو د دې پوښتنې ځواب له یوه اړخه ډېر ستونزمن او له بل اړخه ډېر آسان دی.
دا لویدیځ وال توکی کوم دی؟ په ټلویزیون کې چې ټوله ورځ په اعلانونو کې کوم پیغام ورکول کېږی، که هغه بازارموندنې پورې اړوند وی او که پلورلو پورې، خو آیا دا پیغام یوازې د ښځې د بدن د نمایش له لارې ورکول کېدای شی؟
دلته د ټولو اعلانونو خبره نه کوو، یوازې د هغو اعلانونو یادونه کوو چې په هغې کې یا ښځې ناڅی، یا د منع شویو غیر اخلاقی غوښتنو د پوره کولو اعلانونه دی، چې په هغې کې د ښځو د بدنی روغتیا تر څنګ د هغوی نا اړین حرکتونه او چلندونه ښکاروی او یوه پوره سندره ورته ترتیبوی چې د هغې له لارې غواړی خبره بشپړه کړی. د بېلګې په توګه د ګرځنده ټلیفونونو اعلانونه او دې ته ورته نور سوداګریز اعلانونه.
دا د اعلانونو هغه عام ډولونه دی په کومو کې چې مېرمنې تر مېرمنو زیاتې نانځکې او د لوبو بازیچې ډېرې ښکاری، داسې بازیچې چې بل چا چارج کړې وی او دا له دغه ټولو حرکتونو او چلندونو سره موافقه وی،. دلته دولت چېرته ځی، اخلاق او ارزښتونه څه کېږی، دین چېرته ځی او اسلام څه کېږی؟
یو وخت به داسې ؤ، چې په ټلویزیون کې به مو اذان اورېده او هر اعلان او هره خپرونه به درول کېده تر څو آذان خپور شی، ځکه چې اذان ته به یې د هر څه په پرتله لومړیتوب ورکاوه. اذان به ډېر ښکلی او له مهربانۍ ډک ؤ. موږ ته به دا خبره رازده کېده، چې اذان له هر څه لومړیتوب لری.
موږ ته به زموږ مور او پلار هم همدا را زده کول چې د اذان پر وخت غلی کېنئ، ټکری به پر سرېدل او موږ به په چوپه خوله یوازې اذان اورېده.
نن لویدیځ فرهنګ پر مونږ څه ډول یرغل کړی! زموږ له فکرونو سره زموږ جامې هم لنډې شوې او د ارزښتونو جنازه مو ووېستله. موږ ته خو اوس دا هم نده معلومه چې اذان څه وخت کېږی؟ او د خپرونو او خبرونو په لیدلو دومره بوخت وو چې که زموږ له شا او خوا کوم ځای نه د اذان آواز را هم شی، نو د ټلویزیون د غږ کمول خو څه کوې، آن د دوه دقیقې غلی کېناستلو او ټیکری پر سر کولو زحمت هم نه باسو. ځکه چې موږ اوس داسې عصری خلک یو، د چا لپاره چې له دین پرته هر څه اړین دی.
اوس خو د رسنیو حال داسې دی، چې که په خوله یې د خدای نوم وی او که د رسول، خو ټکری پر اوږو پروت وی. موږ د عقیدې او د احترام د ټولو اصلونو جنازه ووېستله.
موږ د مسلمانانو په نامه د اسلام څېره بېخی ګډه وډه کړه. ښځې ته بې شکه خدای حسن ورکړی دی خو ورسره څه حدونه او څه ارزښتونه هم شته او زموږ عفت هم باید په پام کې ونیول شی.
آیا موږ یوازې همدې ته پاتې یو، چې څوک موږ ته پیسې راکړی او موږ وګډېږو؟ څوک موږ ته پیسې راکړی او موږ خپلې جامې وباسو؟ په ډرامو کې هر ډول رول ومنو، ځکه چې د جامو وېستل ډېر ښه کار دی او اعلان وکړو چې بس یوازې پیسې راکړه، مونږ به هر څه وکړو؟!
مخکې به ډرامې او فلمونه د کورنیو له غړو سره یو ځای لیدل کېدای شوای خو اوس یې له هرې ډرامې څخه د مینې محور جوړ کړی دی، اکثره ډرامې اوس دا ډول دی، داسې ډرامې اوس ډېرې کمې دی چې د ټولنې د رښتینو نابرابریو ننداره هم وړاندې کوی او د ښځو عزت او عفت ته هم پاملرنه کوی. مونږ دا نه وایو چې حقیقت مه ښکاروئ، هرو مرو حقیقت هم وښایئ، یقینا چې له ښځې سره زور زیاتی هم کېږی، پر هغې تېری هم کېږی، هغه وژل کېږی هم، له کوره په تېښتې سره واده هم کوی، خپل خاوند هم وژنی، خو د ښځې داسې بې عزتول د کوم ځای عصری توب دی چې ځوانان جنسی هوس او بې‌لارۍ ته لېواله کوی؟ آیا د واده، ماشومانو زېږولو او د ښځې او نارینه تر منځ له اړیکو پرته له موږ سره بله هېڅ موضوع نه ده پاتې؟
موږ باید ځینې اصول جوړ کړو، ځکه له اصولو پرته ژوند نه تېرېږی. ښځینه وو هنرمندانو او خپرونکو باندې باید ځینې بندیزونه وضعه شی، ځکه چې د هر کار د کړلو اجازه ورکول یوازې د خپل مخ د تورولو په معنا دی.
تاسو وګورئ چې شاوخوا څه روان دی، پر ټولو باندې یوازې د پیسو پیدا کولو سوچ حاکم دی، ځینې مسلمانې ماډلې چې لویدیځو هېوادو ته ځی، هلته څه ترسره کوی؟ د څو روپیو لپاره د ښځې د وجود شرموونکې دا څو ماډلې با استعداده هم ګڼل کېږی. هو! رښتیا هم دوی ډېرې با استعداده دی ځکه د جامو وېستلو کار رښتیا هم ډېر سخت دی، د دې لپاره رښتیا هم ډېر لوړ استعداد ته اړتیا ده، دغه ډول ماډلې بیا په خپلو مسلمانو هېوادو کې هم ډېرې محترمې ګرځی، او هېواد وال یې ګومان کوی چې د هېواد د پرمختګ لپاره یې ډېر ستر کار کړی دی.
په اسلامی هېوادو کې دا ضرور ده او دا د دولت دنده ده تر څو د رسنیز کار ځینې اصول مراعات او یو لړ سانسوری پالیسۍ عملی کړی، پرې نږدی چې عام خلک غربی غیر اخلاقی توکو ته لاسرسی پیدا کړی، که هغه انټرنټ وی، که ټلویزیون وی، که کیبل چلوونکی وی او یا په هېواد کې اوسېدونکی هنرمندان وی. دوی لپاره باید ځینې اصول چمتو شی، داسې اصول چې په هغې کې د رسنیو پر کار او معیارونو باندې د څېړنې سخته اداره ودروی، چې فعاله وی، ترڅو اخلاقی اصولو لاندې کار وشی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.