کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو وزارت ویلی، ټولو هغو محصلینو او د پوهنتونونو استادانو ته چې له بهره بېرته خپل هېواد ته راستنیږی، په دولتی او خصوصی پوهنتونونو کې ورته د زده کړو او تدریس زمینه برابروی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، هغه افغان محصلین چې په بهر کې یې زده کړې پای ته نه وی رسېدلی، تحصیلی اسنادو ته په کتو به په پوهنتونونو کې جذب شی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې د استادانو لپاره د هغوی د لیاقت او وړتیا پر اساس به د استادۍ په برخه کې د خدمت زمینه برابره شی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې د ټولو ناثبت شویو افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ