اوچا وایی، د هرات زلزله ځپلو ته ۲۶ سلنه مرسته را ټوله شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلی، له هغې بسپنې څخه چې د هرات د زلزلې له مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره یې غوښتې وه، یوازې په سلو کې ۲۶ یې ترلاسه کړې ده.
اوچا په یوه راپور کې ویلی، د ژمی په درشل کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۳ میلیونه ډالره بسپنه غوښتې ده.
په راپور کې راغلی، چې مرستندویې موسسې په سیمه کې له اړو خلکو سره د خېمو، نغدو پیسو، خوړو، روغتیایی خدماتو او نورو برخو مرستې کوی.
د هرات زلزلې د زیانونو په اړه د اوچا په دوهم راپور کې ویل شوی، دې زلزلې له ۴۸ زرو ډېرو کورونو ته زیان اړولی، چې له دې ډلې ۱۰ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.