کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې په دغه هېواد کې د پولیسو چارواکو ویلی، چې نن سهار په دېره اسماعیل خان کې ټانک اډې سره نږدې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوی او د دریو پولیسو په شمول ۲۱ کسان ژوبل شوی دی.
د ژغورنې ډلې وایی، په ژوبلو کې د ترافیکو یو پولیس او یوه ښځه شامله ده.
د پولیس چارواکو په خبره، دا چاودنه نن هغه وخت وشوه چې ټانک اډې سره د پولیسو د ګزمې موټر په تېرېدو و.
پولیسو ویلی، د چاودنې د څرنګوالی په باب پلټنې پیل شوې دی.
تر دا مهاله د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ