پاکستان کې اسناد لرونکی افغان کډوال هم له ستونزو سره مخ دی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلی، چې د بې اسناده افغان کډوالو د شړلو ترڅنګ په پاکستان کې اوس اسناد لرونکی افغان کډوال هم له فشار او ستونزو سره مخ دی.
دغې ادارې ویلی، د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه کډوال چې له دغې ادارې سره ثبت دی او اسناد هم لری، د پاکستان حکومت لخوا ځورول کیږی او له سختۍ سره مخ شوی دی.
دا اداره زیاتوی، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د وروستیو اقداماتو له امله د اغېزمنو کورنیو او ماشومانو خوندیتوب او روغتیا ته هم اندېښمن دی.
یادې ادارې د پاکستان له حکومته یو وار بیا غوښتی چې کډوالو حقونو ته درناوی وکړی.
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشت بې اسنادو کډوالو ته تر یو میاشت ضرب الاجل وروسته د زرګونه افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.