مـ.ـلا عـ.ـبدالغـ.ـنی بـ.ـرادر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، چې د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال مـ.ـلا عـ.ـبدالـ.ـغنی بـ.ـرادر تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتلی دی.
د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې په دې کتنه کې په سیاسی، اقتصادی، تعلیمی، فرهنګی او نورو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې شوې دی.
دوی ویلی، افغان حکومت غواړی چې د ایران له لارې خپل صادرات او واردات زیات کړی او په دې برخه کې یې له ایرانه د ملاتړ غوښتنه کړې.
خبر زیاتوی، چې دغه هیئت پرون په ضمن کې د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادی کمېسیون په غونډه کې هم ګډون کړی دی.
دغه غونډه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انتقالاتو، ګمرک او چاپېریال په برخو کې د ګډو کاری ډلو په ایجاد باندې بحث شوی دی.
مـ.ـلا عـ.ـبدالـ.ـغنی بـ.ـرادر د افغان حکومت د یوه هیئت په مشرۍ د شنبې ورځ تهران ته تللی، چې مسوولینو ویلی دغه سفر د ایران په رسمی بلنه شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.