د غزې په جګړه کې د وقفې غوښتنې زیاتې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د عربی رسنیو د خبر له مخې محمود عباس د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر انتونی بلېنکن سره په کتنه کې د فوری اوربند غوښتنه کړې ده.
دوی ویلی، دغه اوربند دې غزې تړانګې ته د بشری مرستو لېږد لپاره ترسره شی.
بلېنکن په یو ناڅاپی سفر لوېدیځې غاړې ته تللی او هلته یې له محمود عباس سره د غزې پر وضعیت خبرې کړی.
د اسوشېټېډ پرېس خبری آژانس د راپور له مخې، غزه کې د مرګ – ژوبلې زیاتېدو په نړیواله کچه غوسې پارولې دی او له واشنګټن نیولې تر برلین پورې په لکونو کسان د اعتراض په ډول لارو – سړکونو ته راووتل او د سمدستی اوربند غوښتنه یې وکړه.
دوی دغه غوښتنې په داسې مهال کړی، چې د کډوالو پر یوه کمپ د اسرییلی ځواکونو تازه برید کې د ۳۸ کسانو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.