کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکی کمپنۍ له استازی سره کتلی دی.
د راپور پر بنسټ په دې کتنه کې د ترکی کمپنۍ استازی د افغانستان دننه د خامو نفتو د تصفیې په برخه کې خپله علاقمندی ښودلې او ویلی یې دی، چې د افغانستان د نفتو په برخه کې د پانګونې ترڅنګ د هېواد دننه په سټنډرډ او معیاری توګه د نفتو د تصفیې فابریکه جوړوی.
په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو، اسانتیاوو رامنځته کولو او د هېواد دننه د خامو نفتو د کارخونې جوړولو په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ