سرپرست حکومت له ایرانه غوښتی، چې افغان بندیان دې دوی ته وسپاری

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال په ایران کې د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدی سره لیدلی دی.
د اقتصادی معاونیت پر ټویټر پاڼه لیکل شوی، چې په دې لیدنه کې اقتصادی مرستیال ویلی، چې د ایران دولت تل په سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی کړی او دمګړۍ د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.
نوموړی همدارنګه د ایران د کورنیو چارو له وزیره غوښتی، چې د بېلابېلو سپکو جرمونو په تور افغان بندیان آزاد او نور بندیان سرپرست حکومت ته وسپاری.
اقتصادی معاونیت پر خپلې ټویټر پاڼې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی پر حواله لیکلی، چې اوس تر ټولو ښه فرصت برابر شوی څو ایران او افغانستان په اقتصادی، سوداګریزو او نورو برخو کې له شته فرصتونو په ښه توګه ګټه پورته کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.