د کرکټ نړیوال جام کې افغانستان نن له اسټرالیا سره لوبه کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۶ مه نېټه):
په داسې حال کې چې د اسټرلیا کرکټ بورډ د روان کال په جنورۍ میاشت کې له افغانستان سره درې پنځوس اوریزې لوبې پر افغان نجونو د محدودیتونو په غبرګون کې لغوه کړې وې، نن د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان سره مخامخ کیږی.
تر دې دوه ورځې وړاندې افغان لوبغاړی نوین الحق د اسټرلیا کرکټ بورډ ننګولی و او ویلی یې وو، “وبه لیدل شی چې اوس اسټرلیا ته بشری حقونه ارزښت لری او که نړیوال جام کې ۲ امتیازونه”
د افغان لوبډلې دا اتمه لوبه ده چې له اسټرالیا به یې ترسره کړی.
یاده لوبه نن له غرمې وروسته یوه بجه د هند په ممبۍ ښار کې پیلیږی.
افغانستان تر دې مهاله، په خپلو اووه لوبو کې څلور ګټلی او درې یې بایللی دی، خو سیالې لوبډلې بیا په اووه لوبو کې پنځه ګټلی او دوه یې بایللی دی.
د نن ورځې لوبه د یاد جام دوهم پړاو تګ ته د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.