کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۶ مه نېټه):
تر تورخم او سپین بولدک وروسته له پاکستانه د افغان کډوالو لپاره اوروزګان کې هم پنډغالی جوړ شو.
دغه پنډغالی د اورزګان په مرکز ترینکوټ چې د هغو کډوالو لپاره جوړ شو، چې له پاکستانه په زوره وېستل کیږی.
تر دې وړاندې په تورخم او سپین بولدک کې هم راستنېدونکو کډوالو ته د موقتی مېشت کېدو پنډغالی جوړ شوی وو.
بل لور کډوال شکایت کوی، چې شتمنۍ یې د پاکستانیو ځواکونو له لوری اخیستل شوی او دوی یې تش لاس خپل هېواد ته ستانه کړی دی.
د ګهیځ نیوز د اطلاعاتو له مخې تر دا مهاله له ۷۰ زرو ډېرې کورنۍ له پاکستان څخه په بېلابېلو لارو هېواد ته ستانه شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ