فلسطین د اسلامی امت “ناسور زخم” چې څوک هم پرې پټۍ نه ږدی!!

د روانې اونۍ په اوږدو کې په داسې حال کې چې خوار او جګړه ځپلی افغان ولس د پاکستانی پلورل شویو او ظالمو واکمنو له خوا د خوارو او در په دره افغان مهاجرو له جبری راستنونې سره سره، د راستنېدو پر وخت کې له ډول ډول آزار او اذیت سره مخ دی، بل خواته د اسلامی امت او اسلامی نړۍ د ناسور زخم (فلسطین) او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې اقصی جومات برخلیک هم د غاصبو او یرغلګرو یهودانو له لاسه یوه داسې حالت ته رسېدلی دی چې نور یې د خوار او په جګړو ستړی اسلامی امت او د نړۍ په نقشه کې د تش په نامه اسلامی هېوادو له اړخه هم د کومې مرستې او لاس نیوی اټکل نشی کېدای.
د تېر ماښام د وروستیو رسنیزو راپورونو له مخې د غزې په تړانګه کې د بې دفاع فلسطینی وګړو او یرغلګرو اسراییلی ځواکونو د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې چې شا او خوا څلور اونۍ یې تېرېږی تر اوسه پورې نژدې لس زره تنه فلسطینی وګړی پدې جګړه کې وژل شوی دی چې تر ټولو زیات شمېر قربانیان یې هم ماشومان او ښځې دی.
دا چې پدې موده کې د مظلومو او بې دفاع فلسطینیانو څومره کورونه وران شوی دی، څومره ښځې، ماشومان او نور بې دفاع وګړی ټپیان دی، د دې ټولو شمېره خو په کره توګه معلومول هم ګران دی او د هغو تصویرونو له مخې چې په ټولنیزو شبکو کې لدې وحشتناکه جګړې خپرېږی، د جګړې د دغه قربانیانو د پوښتنې هم څوک نشته.
اسراییلی جنایت کاران د دې جګړې په ترڅ کې په خلاص مټ ټول هغه جنایات ترسره کوی چې د هر ډول انسانی اخلاقو او اصولو سره په ټکر کې دی، روغتونونه بمباروی، ماشومان او ښځې وژنی او په بشپړه توګه کلی تر خاورو لاندې کوی، پداسې حال کې چې امریکا او نور لویدیځوال حکومتونه یې هم په ډاګه ملاتړ کوی او که چېرې کوم اسلامی هېواد یا د نړۍ کوم بل د امریکا مخالف او انسان دوست هېواد د انسانی مرستې د رسونې په پار د موقت ډز بندیز غږ هم اوچت کړی، تر اسراییلو وړاندې امریکا هغوی ته د رد ځواب ورکوی او بهانه کوی چې ګواکې فلسطینی جنګیالی له دغه اوربند څخه د خپل سمبالښت لپاره ګټه پورته کوی.
د دې غمېزې بل اړخ دا هم دی چې د نړۍ په نقشه کې ګرد اسلامی هېوادونه او آن د مکې او مدینې هغه تش په نامه خادمان، پداسې یوه حالت کې چې فلسطینی ښځې او ماشومان د امریکا تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې د صهیونیزم په چاړه حلالېږی،کورونه یې کنډواله کېږی او آن روغتیایی مرکزونه یې په نښه کېږی او په بستر پراته ټپیان یې هم ستی کېږی، په خپل عیش او عشرت بوخت دی او د فلسطین پر مسلمانانو یې د ترحم او شفقت یو څرک هم په زړه کې نه تېرېږی.
شاید د عربی او اسلامی نړۍ دغه تش په نامه واکمن به د دې په فکر کې هم وی چې که چېرې نن یې د اسراییلو په مقابل کې د مظلومو فلسطینیانو ننګه وکړه یا یې د بشرپالنې په ډول له ټوټې ټوټی شویو او د یهودی وحشت په اور سوزیدلی فلسطینیان له خپلو مرستو او ډاډ ګېرنو برخمن کړل، سبا به د امریکا له قهر او غضب سره مخ شی او بیا به د مړیو د جنازو پر سر د دې ساز او ګډا مختلط پروګرامونو جوړولو چانس ترې واخیستل شی.
د مظلومو فلسطینی وګړو دا غمېزه او ورسره د تش په نامه عربی او اسلامی هېوادونو دا چلند څه نوې خبره هم نده، کله چې د تېرې زېږدیزې پېړۍ په څلوېښتمه لسیزه کې د لویدیځ استعمار په هڅو د اسلامی او عربی نړۍ په زړه کې د اسراییلو په نامه د زهرو خنجر ور د ننه کړای شو، همدا تش په نامه عربی اسلامی هېوادونه وو چې یوازې د خپل تاج او تخت د بقا په خاطر یې خوله پټه ونیوله او آن په خپلو هېوادو کې یې هغه اسلامی او عربی خوځښتونه هم وټکول چې د امریکا د دې ولد الحرام بچی د مخالفت ویره ترې احساسېده.
اوس که چېرې اسلامی امت او د عربی او اسلامی هېوادونو دردېدلی وګړی په خپله خپل ایمانی او دینی وجیبه درک نه کړی او پرته لدې چې د خپلو واکمنو سیاستونو او د هغوی له خوا غوره شوې پالیسۍ ته پاملرنه وکړی، کم تر کمه د لومړنیو بشری اړتیاوو تر حده د مظلومو فلسطینیانو مرستې ته لاس ور اوږد نه کړی، یقینی خبره ده چې سبا به دغه ملتونه هم په خپله خاوره کې له همداسې یوه برخلیک سره مخ وی لکه نن چې مظلوم او در په دره فلسطینیان ورسره مخ دی.
په تأسف سره چې مونږ نن په خپل ګاونډ کې هم ګورو چې د یهودو په لاس د روزل شوی پوځ تر نېغ په نېغه سرپرستۍ په ظاهره ملکی حکومت، نه یوازې له مظلومو او مهاجرو افغانانو چې له خپلو وګړو سره هم، اسراییلو ته ورته چلند را اخیستی او وېره دا ده چې هسې نه د دوی ولس هم له امریکا څخه د خپلو نیمه پوځی او پوځی واکمنو د پټو سترګو اطاعت په پایله کې خدای ناخواسته د مظلومو فلسطینیانو په څېر په اور ستی نشی.! پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.