شمال کې د ډبرو سکرو له کانونو هره ورځ زر ټنه سکاره استخراجیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ مسوولینو ویلی، چې د شمالی ولایتونو له دولتی او نادولتی کانونو څخه هره ورځ زر ټنه سکاره استخراجیږی.
د راپور پر بنسټ، د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ رییس عبدالله حامد ویلی، له دغې تصدۍ سره په شمالی ولایتونو کې ۳۱ دولتی او ۱۰۲۸ نادولتی د ډبرو سکرو کانونه ثبت دی، چې په یادو کانونو کې په فنی توګه په نورمال ډول استخراج روان دی او په قانونی بڼه یې استخراج شوی سکاره په سوداګرو پلورل کیږی.
نوموړی زیاته کړې، چې په دغو دولتی او نادولتی کانونو کې ۲۰ زره تنه کارکوونکی کار کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.