یونسېف وایی، د هرات ۴۳ زره زلزله ځپلی بېړنیو روغتیایی مرستو ته اړتیا لری

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خوندیتوب صندوق یا یونسېف ویلی، د هرات ۴۳ زره زلزله ځپلی بېړنیو روغتیایی مرستو ته اړتیا لری.
یونسېف د افغانستان څانګې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، دې ته په پام چې زلزلې د دغو خلکو روغتیایی تاسیسات ویجاړ کړی، دې صندوق د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د خپلو مرستندویه شریکانو د بسپنې پر مټ سیمې ته په بېړنی ډول د ۸۰ ټنه طبی وسایلو لېږدول تنظیم کړی دی.
یونیسف ویلی، وروستۍ زلزلې په ټول هرات کې د اوبو سیستم زیانمن کړی، خو د اروپایی ټولنې د بېړنۍ بسپنې پرمټ دوی په پنځو ښوونځیو او روغتیایی مرکزونو کې د اوبو او فاضلابو تاسیسات ترمیم کړی، چې ۱۶ زره کسان ترې له پاکو اوبو څخه برخمن او د ۵۰ زره کسانو د ښې حفظ الصحې امکانات یې زیات کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.