کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
یه داسې حال کې چې اسرایللی ځواکونو په غزه کې ټول بشری قوانین تر پښو لاندې کړی، د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ ویلی، دوی او متحدان یې په غزه کې د جګړې له وقفې ملاتړ کوی.
سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون په بروکسل کې د هنګری له ولسمشر کاتالین نوواک سره په ګډې خبری غونډه کې کړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشی انټونیو ګوټېرېش وایی، مهمه ده اسراییل ته دا پوهاوی ورکړل شی چې هره ورځ د ده په ټکو د فلسطین د خلکو د بشری اړتیاوو د وحشتانکه انځورونو لیدل د اسراییل له ګټو سره په ټکر کې دی.
ګوټېرېش د چهارشنبې په ورځ په غزه کې د وژل شویو ماشومانو شمېر په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله د وژل شویو ماشومانو له شمېر سره چې دی یې کلنی راپورونه ورکوی، پرتله کړ.
ګوټېرېش ویلی، یوازې څو محدودو ورځو پرمهال غزه کې زرګونه ماشومان وژل شوی چې په خبره یې د دې ښکارندویی کوی، چې د پوځی عملیاتو د عملی کېدو په څرنګوالی کې تېروتنه شته.
په غزه کې د عامې روغتیا وزارت ویلی، د اسراییلو په بریدونو کې تراوسه له ۱۰ زره او ۵ سوو ډېر کسان وژل شوی چې له دې ډلې څلویښت په سلو کې یې ماشومان دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ