کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس بلخ کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوی رییس نرزلوف ظفر غیاسویچ سره لیدلی دی.
د راپور پر بنسټ په دې لیدنه کې نوموړی له ازبکستانی لوری غوښتی، چې د حېرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د زیانمنو شویو برخو بیارغونه وکړی.
راپور زیاتوی، ازبکستانی لوری هم خپلو خبرو کې ژمنه کړې، چې یادې برخې به په ښه کېفیت او لنډ وخت کې په مناسب قیمت سره ورغوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ