د ارغندۍ – سیدآباد د برېښنا لېږد مزی پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلی، له ارغندۍ سب‌ سټیشن څخه د مېدان وردګ ولایت تر سېد آباد ولسوالۍ پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزی پروژه پرانیستل شوه.
د راپور پر بنسټ یاد وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې دغه پروژه د یاد وزارت د سرپرست او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پرانستل شوه.
د پرانستې په دې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست ویلی، ټاکل شوې چې د برېښنا لېږد دغه مزی به غزنی او نورو ولایتونو ته هم وغځول شی.
مسوولین وایی، له دغې پروژې به د مېدان وردګ ولایت د سېد آباد ولسوالۍ اوسېدونکی هم ګټه پورته کوی او د هغوی د بې برېښنایۍ ستونزه به پرې هواره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.