پاکستان په دوهم پړاو کې اسناد لرونکی افغان کډوال هم باسی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۰ مه نېټه):
په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې‌ اسناده افغان کډوالو د وېستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، پاکستانی چارواکو ویلی، له دې پروسې سمدستی وروسته به له خپل هېواده د هغه افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیلوی، چې د کډوالی رسمی اسناد ورکړل شوی دی.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی کراچۍ کې د یو خبری کنفرانس پرمهال ویلی، د کډوالو وېستلو اوسنۍ لړۍ به په راتلونکو ورځو کې لا پسې چټکه شی او د راتلونکی کال د فبرورۍ په میاشت کې له عمومی ټاکنو وروسته به هم دغه پروسه روانه وی.
نوموړی دغه راز ویلی، چې تر اوسه په بلوچستان ایالت کې د نږدې یو لک کسانو جعلی شناختی کارټونه بلاک شوی، چې ۹۲ سلنه یې افغانانو جوړ کړی وو.
پاکستان د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته له پاکستانه د غیر قانونی افغان کډوالو د وېستلو لړۍ په شدت سره پیل کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.