افغانستان او ایران د سوداګرۍ برخه کې ۶۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست‌الوزرا اقتصادی مرستیال ویلی، ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې یې له ایرانی لوری سره ډېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړی، چې دا به د دواړو هېوادونو لپاره ستره لاسته راوړنه وی.
اقتصادی مرستیال د کابل په هوایی ډګر کې پرون ناوخته خبریالانو سره په خبرو کې ویلی، چې د دې سفر پر مهال د ایران له چابهار او اصفهان له بندرونو څخه یې هم لیدنه وکړه او دغه بندرونه د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ډیر ښه ثابتیدلی شی.
برادر ویلی، ایران ته یې د سفر موخه دا وه، څو له ایران سره نه یوازې سوداګرۍ او په بېلابېلو برخو کې اړیکو ته پراختیا ورکړی او وکولی شی، چې خپل وطنی تولیدات په اسانه توګه نورو هېوادونو ته ورسیږی.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر چې له اقتصادی مرستیال سره یې په دې سفر کې ملتیا کوله وویل، چې ایران ته یې د خپل سفر په ترڅ کې له ایرانی چارواکو سره د اقتصادی، هوایی چلند، بندری مسایلو، ترانسپورټ او د اوسپنې ویلې کولو په برخو کې ۶۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.