کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیا ولایتی چارواکو ویلی، چې د ډنډ پټان ولسوالۍ خرلاڅی لاره د بېرته راستنېدونکو کډوالو پرمخ خلاصه او لسګونه کورنۍ له پاکستان څخه پکتیا ته راستنې شوې.
د مسوولینو په وینا پر دې لارې به دا لړۍ دوام ولری.
دوی ویلی، د دغو کډوالو لپاره یې پوره چمتوالی نیولی او په نورو افغان کډوالو هم غږ کوی، چې خپل هېواد ته دې راستانه شی.
دغه ولایت ته تازه راستانه شوی کډوال وایی، خوښ دی چې خپل هېواد ته راستانه شول.
دوی له سرپرست حکومت څخه د مرستې او کاری زمینې برابرولو غوښتنه کړې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ