د نړۍ ۵۷ هېوادونو مشرانو غزه کې د سملاسی اوربند غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نړۍ ۵۷ هېوادونو مشرانو د سعودی عربستان پلازمېنه ریاض کې د خپلې بېړنۍ ناستې پای کې د اسراییلو دا ادعا رد کړه، چې ګوندې پر غزې یې برید د ځان په دفاع کې کړی دی.
ګډونوالو د دې ناستې پای کې په زغرده غزه کې د سملاسی اوربند، دې تراړې ته د بشری مرستو د ورتګ او اسراییل ته د وسلو صادراتو د درېدو غوښتنه کړې.
بل لور ته لندن کې تېره ورځ لکونو خلکو د فلسطینی وګړو په ملاتړ پراخ لاریون وکړ.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې لاریونوالو له نړیوالو غوښتی، چې غزه کې د بریدونو درېدو لپاره دې پر اسراییلو باندې فشار راوړی.
د فلسطینی چارواکو په وینا د اسراییلی ځواکونو د روانو بریدونو له امله تر دا مهاله ۱۰ زرو څخه ډېر وګړی وژل شوی، چې لوی اکثریت یې ماشومان دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.