کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بامیانو ولایتی چارواکو ویلی، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د اوبو د خاورینو بندونو د جوړېدو “واټرشیډ” پروژې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، یادې پروژې د بامیانو سیغان او پنجاب ولسوالیو کې پیل شوی، چې د اکشنایډ موسسې له لوری پلې کیږی.
د مسوولینو په وینا د یادو پروژو پیل سره څه باندې ۱۱زره کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوه.
د دغه ولایت رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼې کې د اکشناېډ موسسې دغه پروژې مهمې ګڼلی او ویلی یې دی چې هڅه به وکړی، څو د موسسو په مرسته د اړمنو خلکو ستونزې هوارې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ