د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایی سبا (چهارشنبه د لړم پر ۲۶مه) د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره غونډه کوی.
د روسیې ټاس خبری اژانس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رییس له قوله ویلی، چې په دې غونډه کې به پر بشری حقونو، انسانی مرستو او افغانستان ته د مرستو د رسولو پر څرنګوالی خبرې وشی.
سرچینه کاږی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز به د دغه هېواد په استازیتوب د غونډې ګډونواله وی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر وایی، چې مېرمن لاینز به غونډې ته د افغانستان په اړه خپل چمتو کړی راپور وړاندې کړی.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلا بېلو ادارو د افغانستان په اړه غونډې جوړ کړی او دلته یې د دایمی سولې د راتګ غوښتنه کړې ده.
بلخوا د افغانستان اسلامی امارت بیا وار له مخه د دغه غونډې هرکلی کړی او تمه یې ښوودلې چې دلته د سولې او امنیت له راتګ سره مرسته وکړی.
دا غونډه پر داسې مهال جوړېږی چې نړیوالو بنسټونو بیا بیا په افغانستان کې په راتلونکی ژمی کې د بشری ناورین پېښدو خبرداری ورکړی.
گهیځ