پاکستان د افغان کډوالو د وېستلو لپاره درې نورې لارې خلاصوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۲ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد حکومت غواړی، چې له افغانستان سره پر ډیورنډ فرضی کرښې درې نورې لارې پرانیزی.
چارواکو د دغو لارو د پرانیستلو علت خپل هېواده د افغان کډوالو د وېستلو بهیر چټک کېدل یاد کړی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې هم خبر ورکړى، چې نوې لارې به نن پرانیستل شی.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوی، هغه بنسټونه چې د کډوالو د وېستلو مسوولیت لری د کډوالو د هویت په ثبت او پروسېس کې له ستونزو سره مخ دی.
د پاکستانی رسنیو د خپرو شویو رسمی راپورونو له مخې، ۸۸ زره کډوال یوازې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوی دی.
د سند حکومت د افغان کډوالو شتون د دې ایالت لپاره د نفوسو د ډېریدو ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی، چې که کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته وا نستول شی، نو تر ۲۰۴۰ کال پورې به د دغه ایالت په اجتماعی هویت بدل شی.
په دغه راپور کې ویل شوی چې په سند کې شاوخوا یو لک ۵۰ زره افغانان د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.