کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د غزې تړانګې د لوی مرکزی روغتون الشفا مخته د اسراییلی اشغالګرو ځواکونو او د حماس جنګیالیو ترمنځ جګړې زور اخیستی.
راپورونه وایی، چې د دغې شدیدې جګړې له پیلېدو وروسته زرګونه کسان له دې روغتون څخه تښتېدلی، خو تر اوسه هم سلګونه ناروغان او د جګړو له امله بې ځایه شوی خلک هلته پاتې دی.
اسوشېټېډ پرېس خبری آژانس د غزې د روغتیایی چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې ناروغانو کې کوچنی ماشومان هم شته چې د برېښنا د نشتوالی له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دی.
په غزه کې د جګړې له پیل وروسته د دې تړانګې د ۲،۳ میلیون له درېیو دوه برخې وګړی له خپلو کورونو وتلی دی.
د غزې د روغتیا وزارت له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې د اسراییلو د پوځی عملیاتو له پیله تراوسه له ۱۱ زرو زیات فلسطینیان چې له دریو، دوه برخې یې ښځې او ماشومان وو، وژل شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ