کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۳ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د پاکستان پر موقت حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د وېستلو مسله دې راتلونکی انتخابی حکومت ته پرېښودل شی.
دوی ویلی، چې د کډوالو د وېستلو لړۍ دې ژر تر ژره ودرول شی.
د پاکستان مشرانو جرګې نیوکه کړې، چې اوسنی حکومت د کډوالو د وېستلو د پرېکړې واک نه لری.
د پاکستان دولتی رسنیو د پاکستان د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو په حواله ویلی، چې دوی د پاکستان سترې محکمې ته یو لیک استولی او په کې ویل شوی، چې د پاکستان موقت حکومت یوازې د ټاکنو او د پاکستان د ورځینو چارو د سمبالولو دنده پر غاړه لری او دغه حکومت د کډوالو د وېستلو د پرېکړې حق نه لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ