د تېرې اونۍ په پای او روانې اونۍ په سر کې د افغان حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادی چارو مرستیال په مشرۍ یوه لوړ پوړی پلاوی زمونږ لویدیځ ګاونډی ایران ته د یوې اونۍ رسمی سفر درلود چې د هغه هېواد له بېلابېلو چارواکیو سره یې پر لیدنو کتنو سربېره د رسنیو د راپورنو له مخې د ګډې همکارۍ په اړه له هغه هېواد سره پنځه بېلابېل هوکړه لیکونه او تړونونه هم لاسلیک کړی دی.
د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال ایران ته د خپل مل پلاوی سره تر دغه سفر وروسته په بېرته راګرځېدو کې خپل دغه سفر له لاسته راوړنو ډک و ارزولو او ځینو نړیوالو رسنیو هم د فلسطین د اوسنۍ جګړې په تړاو د افغانستان او ایران یو شان دریځ ته په کتو سره، د کابل او تهران د لا نژدې کېدو او د دواړو هېوادو د همکاریو د پراخېدو اټکل کړی دی.
په سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو کې له ګاونډیانو سره په روابطو کې توازن ساتل او په داسې حال کې چې له یوه ګاونډی سره ستونزه یا شخړه را منځ ته شوې وی، د بل لور ته ډېر ژر ور نژدې کېدل ځانګړې معناوې لری او د ګڼو لوریو په منځ کې پراته هېواد ته پدې تړاو بېلابېلې سپارښتنې شوې دی چې څېړل او ارزول یې نه د دې کرښو له توان څخه پوره دی او نه زمونږ د بحث موضوع، دومره پراخه ده چې هغه وڅېړی.
اما د دې سره هم دلته یو څه چې د پام وړ ګڼل کېږی هغه زمونږ له سویلی ګاونډی پاکستان سره د اړیکو د څه نا څه خرابوالی او له خپلې خاورې په زور د مظلومو افغان کډوالو د را ایستلو په سر له اسلام آباد سره د کابل د ځینو چارواکو او ویندویانو ستغې او نېغې خبرې او زمونږ بل لویدیځ ګاونډی هېواد ته د افغان حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال هم مهاله سفر که په خپل منځ کې هېڅ تړاو هم و نه لری، بیا هم رسنۍ او شنونکی ورته اړیکه ورکوی او سره تړی یې.
دا هم باید هېر نه کړو چې په تېرو پرله پسې څو لسیزو کې چې زمونږ هېواد د خپلو او پردیو د جګړې ډګر ګرځېدلی ؤ، زمونږ دغه دواړو ګاونډیانو( پاکستان او ایران) څه په ګډه او څه په جلا جلا هڅه کړې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، کورنۍ امنیت او آن د دې ملک آزادی او خپلواکی وګواښوی او په هره برخه کې یې چې زور رسېدلی افغانانو ته یې ستونزې جوړې کړې او ضربه یې ورکړې ده.
که د ټولو هغه ناکردو حساب دلته را واخلو چې ایران په تېرو څو لسیزو کې له افغانستان او افغانانو سره کړې دی، شاید حساب یې هم ګران وی او هم یې دا کرښې د ځایولو وس او توان ونه لری خو یوازې تهران ته د افغانستان د وزیرانو شورا د مرستیال له همدې سفر څو ورځې وړاندې کله چې پاکستانی چارواکو په زور او جبر هلته مېشت افغان کډوال را ایستل، رسنیو راپور ورکړ چې له ایران څخه هم په سل ګونو افغانان د پاکستان په څېر په زور را شړل شوی دی او له پولې دې خوا را اړول شوی دی.
دا یوازې یوه نمونه وه چې پدې وروستیو کې پېښه شوې ده او د هغو بد بخته افغانانو شمېره خو خورا ډېره ده چې په تېرو څو کلونو کې په ایران کې نیول شوی دی، په زندانونو کې ځورول شوی دی، په ناحقه اعدام شوی دی او یا هم له هغه ملک څخه په زوره پداسې حال کې چې د کړی کار اجوره یې هم پر ایرانی وګړیو پاتې ده ، له ګډې پولې دې خواته را لېږل شوی دی.
دې ټولو ته په کتو اوس که افغان حکومت او چارواکی یی باید دا په پام کې ولری چې که د پاکستان د منافقانه او ظالمانه سیاستونو په وړاندې د غبرګون په توګه د سوداګرۍ او تجارت او همدارنګه نړیوالو اوبو او نړیوالو مارکیټونو ته د لارې په اړه باید بدیلې مناسبې لارې ولټوی، خو د دې سره سره دې له لویدیځ شریر ګاونډی څخه دې هم دومره نه ډاډه کېږی چې خپلې ټولې هیلې او امیدونه په هغه پورې وتړی.
دا منو چې ملک مو نړیوالو اوبو ته د نېغ په نېغه د لارې نه درلودو له امله باید له ایران یا پاکستان سره ښې او هر اړخېزې اړیکې ولری خو دا اړیکې باید داسې ډول تنظیم شی چې زمونږ شریر ګاونډیان د افغانانو له مجبوریت او اوبو ته د لارې نه درلودو له نیمګړیتا څخه غلطه ګټه وانخلی او اړیکې باید د نړیوالو منل شویو اصولو له مخې د “راکړې ” او “ورکړې” په یوه معقول تناسب باندې ولاړې وی.
که چېرې دا ونشی او راکړه ورکړه دوه اړخیزتوب و نه لری، زمونږ بازارونه به د پخوا په څېر د دوی له ښو او خرابو مالونو ډک وی، خو په مقابل کې یې زمونږ صادراتی توکی په بېلابېلو بهانو هغه ملک ته له ننوتلو منع کېږی یا زمونږ پر صادراتی توکیو لکه پاکستانی چارواکی بېلابېل ټکسونه لګول کېږی، دا نه د بازار دود منی او نه د ګاونډیتوب اصول. و ما علینا الی البلاغ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ