د چمن پرلت کوونکو د پاکستان حکومت ته ضرب الاجل وټاکه

کابل گهیځ نیوز ( ۲۳ عقرب ۱۴۰۲):
د راپورونو له مخې په سویلی پښتونخوا کې د سپین بولدک – چمن پر دروازه د تګ – راتګ پر مهال د پاسپورټ نه منلو په غبرګون کې د پرلت وهلو له ۲۵ ورځو له تېرېدو وروسته پرلت وهونکی وایی، که د پاکستان حکومت خپله پرېکړه وانخلی پنځه ورځې وروسته به په سویلی پښتونخوا کې ټولې ترانسپورټی لارې وتړی.
دغه پرلت چې لسګونه زره کسان په کې ګډون لری، غوښتنه یې د پاکستان د حکومت له لوری تر اوسه نه ده منل شوې.
بل لور راپورونه وایی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علی وزیر چمن پرلت کې د ګډون او دغه پرلت کې د وینا پرمهال د تندو نیوکو وروسته په دېره اسماعیل خان کې د پولیسو له لوری نیول شوی دی.
نوموړی تېره ورځ د چمن په پرلت کې ګډون کړی و او په دغه پرلت کې د وینا پر مهال یې پر پاکستانی حکومت توندې نیوکې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
گهیځ نیوز از گوشه و کنار کشور و از اطراف و اکناف جهان، با تازه ترین اخبار، وقایع، مصاحبه ها، گزارش ها و تبصره ها روی داغ ترین قضایا ومهم ترین رخداد ها با در نظر داشت اصل دقت و توازن هر ساعت خدمت شما تقدیم می کند. ادرس های خبری ما:

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.