د بښنې نړیوال سازمان وایی، پاکستان له افغان کډوالو سیاسی ګټه اخلی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بښنې نړیوال سازمان په یو بیان کې ویلی، چې پاکستان له لکونو افغان کډوالو څخه د سیاسی اهدافو لپاره کار اخلی.
دغې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتی، چې د افغان کډوالو نیول، خپل هېواد ته د هغوی جبری ستنول او د دوی پراخې ځورونې دې بندې کړی.
د سازمان بیان کې راغلی، چې لږ تر لږه په اوو توقیف ځایونو کې نیول شویو افغان کډوالو ته د مدافع وکیل د لرلو او له خپلو کورنیو سره د لیدلو قانونی حقوق هم نه دی ورکړل شوی.
دې وروستیو کې پاکستانی حکومت له خپلې خاورې د لکونو افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې، چې ګڼ شمېر یې افغانستان ته ستانه شوی او اوس هم دغه لړۍ روانه ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.