کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوګر د پوهنې ریاست ویلی، چې په مرکز پل علم کې د هارون خېلو منځینی ښوونځی ته د یو کس په شخصی لګښت ودانۍ جوړه شوه.
دغه ښوونځی له برېټانیا څخه د نوی راستون شوی افغان همایون بهادر په شخصی لګښت په پاخه او اساسی شکل په یو پوړ کې جوړ شوی، چې ۳۵ زره امریکایی ډالره لګښت پرې راغلی دی.
دغه ښوونځی ۸ درسی ټولګی، په لمریزه برېښنا سمباله څاه او نور اړین ملحقات لری، چې په جوړېدو سره یې شاوخوا ۶ سوه زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپېریال برابر شو.
نوموړی کس د یاد ښوونځی لپاره د ودانۍ جوړولو ترڅنګ ۹ ښوونکو او ۴ سوه زده کوونکو ته د پوهنې په رنګ د ښوونځی جامې هم جوړې کړې دی.
د هارون خېلو د هلکانو او نجونو لومړنی ښوونځی ۱۲ کاله مخکې تاسیس شوی، چې شته ۴۵۰ زده کوونکو یې د تاسیس له پیله تر اوسه په خېمو کې زده کړې کولې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ