نیمروز کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو بند جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو بند جوړیږی.
د راپور پر بنسټ، د سرپرست حکومت چارواکو ویلی، چې دا بند به د ۵۰ مترو په اوږدوالی سره جوړ شی او د ۶۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولری.
د مسوولینو په وینا، د خاشرود دغه بند به ۸ زره هکتاره ځمکه هم خړوبه کړی.
د ځایی مسوولینو د وینا له مخې د سرپرست حکومت مشر د اوبو د دغه بند د جوړولو چارې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ته سپارلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.