ننګرهار کې څه باندې ۱۱۸ میلیونه زړې افغانۍ وسوځول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان بانک ویلی، د دغه بانک د قانون له مخې یې په ننګرهار ولایت کې ۱۱۸ میلیونه ۸ لکه او ۵۵ زره زاړه بانکنوټونه سوځولی دی.
د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې په سوځول شویو پیسو کې له یوګون څخه نیولې تر زرګون پوری بانکنوټونه شامل وو.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه بانک مرستیال د دغو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال له هېوادوالو غوښتی، څو په خپلو ورځنیو سوداګریزو راکړو – ورکړو کې له افغانیو څخه کار واخلی او د بانکنوټونو سمې ساتنې ته دې پاملرنه وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.