کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
په نړۍ کې د نومبر ۲۰مه له ۱۹۵۴ کال راهیسې د ماشومانو نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کیږی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق یا یونسېف ویلی، په هر ځاى کې د هر ماشوم د حقونو د خوندی کولو لپاره ځان ژمن بولی.
یونسېف تردې وړاندې د افغان ماشومانو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دی او اټکل کیږی، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه او ۳ لکه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق اړمنو ماشومانو ته د مرستې لپاره د ۲۰۲۳ کال په مخه د نږدې یو نیم میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه چې لا یې نږدې نیمایی برخه ترلاسه کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ